1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍ

رسنيو ته د طالبانو ګواښ: زموږ پرضد اعلانونه مه خپروئ

۱۳۹۸ تیر ۳, دوشنبه

طالبانو د دوشنبې په ورځ رسنیو ته ګواښ وکړ چې پر ضد يې اعلانات خپاره نه کړي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په افغانستان کې بیلا بیلې رسنۍ د خونړیو بریدونو هدف ګرځیدلې دي.

https://p.dw.com/p/3KyNi
Afghanistan Tolo TV-Sender in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د طالبانو پوځي کمېسیون په یوې بیانیه کې چې د دې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا پر تویتر ټولنیزې پاڼې باندې خپره شوې ده، ویلي ديې چې د تلویزیونونو، راډیوګانو او چاپي رسنیو په ګډون آژانسونه دي په یوه اوونۍ کې د دوی پر ضد اعلانونه بند کړي.

طالبانو ګواښ کړی دی چې که دغه کار و نه شي نو دا آژانسونه به تر دې وروسته د رسنیو په توګه نه، بلکي د «پوځي اهدافو» په توګه وګڼل شي.

په ټول افغانستان کې د طالبانو پر ضد اعلانات خپریږي چې په ترڅ کې یې له خلکو غوښتل کيږي چې د شکمنو فعالیتونو په اړه امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي او یا دا چې پر خلکو غږ کیږي چې د طالبانو ملاتړ وو نه کړي.

طالبانو ویلي دي چې دغه ډول اعلانات د دوی په اړه د خلکو نظر بدلوي او دا چې افغان حکومت له دغو رسنیو څخه د استخباراتي اهدافو په موخه کار اخلي.

د رسنیو ملاتړي سازمان «نی» په حواله د کال له پیل راهیسې د رسنیو نهه داسې امنیتي پیښې رامنځ ته شوې دي چې په طالبانو پورې تړاو لري. په دې ترڅ کې یو خبریال وژل شوی، یو بل ټپي دی، شپږ ګواښونه شوي او یو برید شوی دی.

(ms/nz (dpa