1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: لوړپوړي افغان ديپلومات آلمان کې پناه غوښتې

۱۳۹۷ آبان ۱۹, شنبه

يوه لوړپوړي افغان ديپلومات د رسنيو په حواله په آلمان کې پناه غوښتې ده. د «زوید دويچه» ورځپاڼې، «ډبل يو ډي ار» او «ان ډي ار» تلويزيوني رسنيو په حواله دغه سړی د امنيتي ستونزو له کبله نه غواړي چې خپل هېواد ته ستون شي.

https://p.dw.com/p/380WX
Botschaft Berlin Afghanistan Grunewald
انځور: Imago/Stefan Zeitz

زويد دويچه ورځپاڼې د شنبې ورځې ګڼه کې د آلماني چارواکو په حواله خبر ورکړی چې دغه سړي د اکتوبر مياشتې تر پايه پورې په آلمان کې د افغانستان په يوه ديپلوماتيکه نمايندګي کې کار کړی دی. د قونسل په صفت د خپلې کاري دورې په پای ته رسېدو سره هغه کابل ته البته ستون نه شو، بلکې د پوليسو په يوه مرکز کې يې پناه وغوښتله. په دې ترڅ کې هغه د آلمان د کډوالۍ او مهاجرينو په اداره کې راجيستر شوی او خپلې مرکې ته په انتظار کې دی. داسې ويل کيږي چې دغه قضيه کېدای شي د آلمان دولتي ادارې په ديپلوماتيک او سياسي لحاظ تر فشار لاندې راولي.

په تېرو څو مياشتو کې د آلمان د کورنيو چارو وزير، هورست زېهوفر، خپلو هڅو ته زور ورکړی دی چې له مخې يې رد شوي پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته لېږل کيږي. په کابل کې د آلمان پر سفارت باندې د ۲۰۱۷ کال په پسرلي کې تر شوي بريد وروسته او د خرابې شوې امنيتي وضعې له کبله د آلمان حکومت د ۲۰۱۸ کال تر اوړي پورې پر اخراج باندې قسمي بنديز لګولی وو. يوازې مجرم او تندلاري اسلامپال کسان چې ګواښ پېښوي، بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي. د جولای مياشتې راهيسې يو ځل بيا له آلمان څخه د افغانانو ويستل پيل شوي دي. د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په حواله سږ کال ۲۲۸ افغانان اخراج شوي دي.