1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍ

روان کال د افغان خبریالانو له پاره تر ټولو خونړی وو

۱۳۹۷ تیر ۲۷, چهارشنبه

د افغان خبریالانو د خونديتوب کمیټې په یوه رپوټ کې راغلي چې د ۱۱ خبریالانو په وژل کیدو سره د ۲۰۱۸م کال لومړۍ شپږ میاشتې د خبریالانو له پاره تر ټولو خونړی دوران وو. نهه تنو خبریالانو د داعش په یوه برید کې وژل شوي.

https://p.dw.com/p/31esf
Symbolbild gefährliche Arbeitsbedingungen für Journalisten
انځور: AFP/Getty Images/P. Baz

د چهارشنبې په ورځ د  افغان خبریالانو د خونديتوب کمیټي یا «اې. جې. اس. سي» د تازه رپوټ د خپرولو پرمهال وویل چې د روان کال د اپریل میاشتې په ۳۰مه نیټه په کابل کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په یوه برید کې نهه خبریالان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان شول او په قندهار او خوست کې بیا دوه تنه نور افغان خبریالان ترور شوي.

د خبریالانو د خوندیتوب یادې کمیپتې د رپوټ د خپرولو پرمهال وویل چې د اپریل میاشتې برید د رسنیو د کارکوونکو پرضد د تهدیدنو په برخه کې یو ډیر ستر بدلون وو. یادې کمیټې وویل چې د ۲۰۱۷م کال په عین موده هم ۱۰ تنه خبریالان د هیواد په مختلفو برخو کې وژل شوي وو.

د رپوټ په حواله، د خبریالانو د خونديتوب کمیټې د افغان خبریالانو پر ضد د زور زیاتي ۸۹ دوسیې هم ثبت کړي. رپوټ وړاندې زیاتوي چې په دې شمیر پیښو کې ۱۴ یې فزیکي وهل او ډبول، ۱۱ یې بدني یا فزیکي زخمونه، او ۲۸ نورې پیښې بیا د تهدید دي. رپوټ وړاندې زیاتوي چې په دې ترڅ کې ۱۹ پیښې د ناوړه چلن ثبت شوي دي. د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د دغو شمیرو په رڼا کې وايي چې دغه شمیر د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له دې ډلې څخه د ۳۷ مواردو مسوولیت د طالبانو او د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر غاړه اچولی دی او د ۳۷ پیښو مسوولیت یې بیا د افرادو، دولتي چارواکو او یا هم د امنیتي ځواکونو پر غاړه اچولی. د پاتې نورو ثبت شوو پیښو عاملین لا مشخص شوي نه دي.

یادې کمیټې ویلي چې د خبریالانو پر ضد د زورزیاتي دغه پیښې د دې سبب ګرځیدلې چې په ځانګړې توګه په هغو ولایتونو کې چې طالبان او یا د داعش ډله په کې قوي حضور لري، خبریالان په ځان سانسوري لاس پورې کړي. دې کمیټې په دې هکله د هلمند، کندهار، غزني او په شرق کې د ننګرهار ولایتونو نومونه یاد کړل. رپوټ په پای کې زیاتوي چې د د خبریالانو پر ضد د زور زیاتي شدت او کچه بې سارې ده.