1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روان کال نه يوازي د افغانستان، بلکي د آلمان له پاره هم محوري دی

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۲۰, یکشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير په يوه ناببره سفر افغانستان ته رسېدلی دی. هغه په مزارشريف کي له خپلو عسکرو سره تر لېدلو وروسته کابل ته ولاړ او هلته يې له کرزي سره تر ليدلو وروسته له خپل افغان سيال سره خبري کنفرانس ورکړ.

https://p.dw.com/p/1B5fa
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د فبرورۍ ۹) په مزار شريف کي د آلماني عسکرو په عمومي قرارګاه کي وويل چي هيواد به يې له افغانستان څخه د عسکرو تر راايستلو وروسته هم د افغانستان ټينګ ملاتړی پاته سي.

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند دغه سياستوال چي د بهرنيو چارو د وزير په توګه يې دوهم واري دنده پيل کړې ده دا لومړۍ سفر وو چي افغانستان ته يې کړی دی. هغه په مزارشريف کي وويل: «موږ دې ته ژمن يو چي هغه څه چي دلته رامنځ ته سوي دي نوره هم مرسته وکړو.»

هغه زياته کړه ۲۰۱۴ کال نه يوازي د افغانستان له پاره محوري دی «بلکي د آلمان د ماموريت له پاره هم د عطف نقطه ده.»

نزدې يو کال مخکي تر هغه چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو ماموريت پای ته ورسيږي د آلمان دغه وزير يوه عاقلانه نتيجه ګيري وکړه. هغه هدفونه چي ټاکل سوي ول ټول يې په لاس نه دي راغلي. خو هغه څه چي په افغانستان بايد يو تروريست هم ونه روزل سي هغه هدف ته رسېدلي يو.

په کابل کي به د شټاين ماير د خبرو اصلي موضوع له افغانستان څخه د آلماني عسکرو وتل او په دغه هيواد کي د ولسمشرۍ ټاکني وي. آلمان تر اوسه لا په افغانستان کي نزدې ۳۱۰۰ تنه عسکر لري.

د روان مېلادي کال تر پايه پوري به ټول آلماني عسکر د نورو بهرنيو ځواکونو په شان له افغانستان څخه ووځي. د آلمان کابينې د تيري چهارشنبې په ورځ په افغانستان کي د آلماني ځواکونو ماموريت د لسو مياشتو له پاره تمديد کړ. خو د آلمان پارلمان به يې په اړه د فبرورۍ مياشتي پر ۲۱ نېته پريکړه وکړي. تمه ده چي د پارلمان ستر اکثريت به دغه ماموريت ومني.

آلماني عسکر د روزنکو په توګه

په پلان کي ده چي په ۲۰۱۵ کال که به يوازي ۸۰۰ تنه عسکر په افغانسان کي د افغان امنیتي ځواک د روزلو له پاره پاته سي. خو دا لا تر اوسه پوري معلومه نه ده چي دغه ماموريت به پيل سي که نه. کرزی تر اوسه پوري د هغه تړون له لاسليکولو څخه ډډه کوي چي په افغانستان کي بهرنيو ځواکونو ته خوندي توب ورکوي.

آلمان يو وخت په افغانستان کي ۵۰۰۰ عسکر لرل. دغه هيواد تر اوسه پوري د افغانستان په ماموريت کي ۵۵ تنه عسکر له لاسه ورکړي دي. بې له دي چي په افغانستان کي د آلماني ځواکونو د پاتېدو په اړه پريکړه وسي اوس هم په دغه هيواد کي نزدې ۲۰۰۰ تنه کارپوهان د آلمان له خوا په ماموريت ګومارل سوي او اوس هم د پرمختيايي مرستو په برخه کي کار کوي.

آلمان پتېيلې ده چي له کاله ۴۳۰ ميليونه يورو له افغانستان سره پرمختيايي مرستي وکړي.