1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روحاني ايرانیان یووالي ته رابللي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۲, یکشنبه

د ايران جمهور رئيس حسن روحاني د امریکا اقتصادي بنديزونو ته په کتو سره د هیواد د وحدت او یووالي غوښتنه وکړه. خو بیا یې د امریکا له جمهور رئيس سره د خبرو وړاندیز رد کړ.

https://p.dw.com/p/3IMiD
Hassan Ruhani  Präsident des Iran
انځور: picture-alliance/dpa/Iranian Presidency

ايرنا خبري آژانس ليکلي چي له امريکا متحده ايالاتو سره د کشمکشونو په ډیریدو سره جمهور رئيس حسن روحاني له خپلو خلگو څخه د وحدت په غوښتني سره د مختلفو سیاسي نمایندگانو په مخکي وویل چي «د دښمانانو فشار زموږ د اسلامي انقلاب په تاریخ کي یو بې مثاله جنگ دی.» خو په خبره یې «زه شک نه لرم او راتلونکي ته ډیر امیدواره یم. پر دې باندي معتقد یم، چي موږ به له دغو سختو حالاتو څخه هم راووزو، په دې شرط چي موږ سره یو اوسو».

روحاني خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او ویې ویل: «زه نه سم ویلای چي ایا وضعیت به د جنگ د کلونو د وخت، یعني د۱۹۸۰څخه تر ۱۹۸۸په نسبت ښه او که به خراب سي، خو د جنگ پروخت موږ د بانکونو، تیلو خرڅولو، صادراتو او وارداتو سره مشکلات نه درلودل. هغه وخت يوازي د وسلو پر خرڅلاو باندي بندیز لگیدلی ؤ.» خو «تسلیمیدل نه زموږ د طرز فکر او نه هم دین او مذهب سره توافق لري او موږ به هم په دغسي یوه حالت کي تسلیم نه سو.»

له بلي خوا که څه هم روحاني له ترمپ سره خبري او معامله کاملاً رد نه کړه، خو په دې شرط چي هغه [ترمب] لومړی د ۲۰۱۵م کال د ویانا له تړون څخه وتل او د ايران پر ضد بندیزونه بیرته لیري کړي.

Iran Teheran Rouhani trifft politische Elite
انځور: Etemadonline

ترمپ د ايران رهبرۍ ته د تیري پنجشنبې په ورځ پیشنهاد کړی وو چي ده ته تلیفون وکړي، څو د دواړو هیوادونو د بحران په باب خبري سره وکړي. د رسنیو په حواله ترمپ په تهران کي د سویس سفیر ته چي په عین حال کي د امریکا د ډیپلوماتیکو علاقه مندیو استازيتوب هم کوي، د تلیفون شمېره ورکړې ده. پر دغه شمېره روحاني ورته زنگ وهلای سي.

ترمپ یو کال دمخه له اټومي تړون څخه تر وتلو وروسته پر ایران باندي په تدریج سره بندیزونه وضع کړي او همدا لږ وخت دمخه یې هغه نور هم سخت کړل.

ایران یې بیا په مقابل کي څو ورځي دمخه د اټومي تړون د مکلفیتونو یوه برخه بې اعتباره اعلان کړه.

Iran l Teilausstieg aus dem Atomabkommen
انځور: picture alliance/dpa/A. Taherkenareh

د دغو کشمکشونو په ډیریدو سره په عین حال کي د نظامي کشمکشونو د رامنځته کیدو خبرداري هم ډیر سول. د امريکا متحده ايالاتو د نورو تر څنگ د منځني ختیځ د خپلو نظامي قواوو څخه الوتکي لېږدونکي کښتۍ "USS Abraham Lincoln" سیمي ته انتقال کړه. د دې تر څنگ یې جنگي کښتۍ "USS Arlington" او د پاتریوت په نوم توغنديو مدافع سیسټم هم سيمي ته انتقال کړ.

زموږ د آرشیف څخه یو انځړوریز البوم:( 10.08.2018)