1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

روحي فشار مو پر ماغزو څه ډول اغیز کوي؟

۱۳۹۷ آبان ۱۴, دوشنبه

روحي فشار يا ستريس پر انسان ډير اغیز کوي: خوب یې خرابوي، پر طبيعت یې اغیز کوي او ناروغوي یې. خو د يوې نوې څيړنې په حواله فشار زموږ ماغزو ته هم زيان رسوي.

https://p.dw.com/p/37fSM
Symbolbild - Stress am Arbeitsplatz
انځور: picture-alliance/AltoPress/Maxppp/T. Lannié

ځینې وختونه فشار او يا ستريس لرل نورماله خبره ده. خو دوامداره فشار پر بدن او اعصابو ډير اغیز کوي. فشار انسان ستړی کوي، پاروي یې او خوب یې خرابوي. همدا راز فشار کله کله د اشتها او د جنسي شوق د له منځه تلو لامل کيږي. همدا راز روحي فشار د بيلا بیلو ناروغتیو لکه د زړه، معدې او کولمو د ناروغتيو او همداراز د  شکرې د ناروغۍ خطر زياتوي.

خو ستريس د انسان پر ماغزو څه ډول اغیز کوي؟ دا پوښتنه د امريکا د بوستون د هارورد د طبي څانګې د څيړونکو يوې ډلې هم مطرح کړې وه. دوی د اتوو کلونو په موده کې تر ۲۰۰۰ زيات د منځني عمر بالغان تر پلټنو لاندې نيولي ول. د څيړونو په پېل کې د گډونوالو روحي، د ياداښت او د فکر کولو د وړتيا يوه آزموينې ترسره شوه.

سربيره پر دې کارپوهانو د گډونوالو په وينه کې د کورتيسول کچه هم معاينه او وارزوله. کورتیسول يو ډول هورمون دی چې د ستريس يا فشار د هورمون په سترگه ورته کتل کيږي. د فشار پر وخت د انسان په وينه کې د دې هورمون کچه لوړه وي. د دې څيړنو پايلو وښووله چې هغه انسانان چې په وينه کې یې د کورتيسول کچه لوړه وه، ياداښت يا حافظه یې د هغو په پرتله خرابه وه چې په وينه کې کم کورتيسول لري. همدا راز څيړونکو د حافظي د له لاسه ورکړې نښې نښانې هم وموندلې.

د دې څيړنې يوه کارپوه ډاکتر جستن بي. ايشووفو چيووگي، وويل: «زموږ څيړونو په منځني عمر لرونکو کې د حافظې له لاسه ورکول او د Cerebral atrophy  يا د مغز د جحرو په حجم کې کموالی، د دې ناروغتياو د علاماتو تر ظاهریريدو د مخه وموندل.»

نو له دې کبله مهمه ده چې سړی د ستريس يا فشار د کمولو لارې چارې پيدا کړي. د مثال په توگه د خوب په پوره کولو، په منظم ډول ورزش کولو سره او يا د استراحت د ځانگړو تخنيکونو له لارې خپل ځان آرام کړي. همدا راز سړی کولی شي د خپل ډاکتر سره په وينه کې د کورتيسول د کچې د لوړوالي په هلکه خبرې وکړي او که اړتيا وي نو د درملو په مرسته دغه کچه راټيټه کړي.

زموږ له آرشيف څخه: