1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

روسي ولکې لاندې اوکراينۍ سيمه باندې بريد کې مرگژوبله اوښتې

۱۴۰۲ بهمن ۱۵, یکشنبه

د اوکراين شرقي ښار لیسچانسک چې د روسيې په ولکه کې دی، د ځايي چارواکو په خبره یوه نانوايي په نخښه شوې چې لږ تر لږه ۲۸ تنه په کې وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. ځايي چارواکو د بريد پړه پر اوکراين اچولې.

https://p.dw.com/p/4c1Ug
د رپوټونو مطابق د اوکراين شرقي ښار لیسچانسک کې د توغنديو په یو برید کې نژدې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د رپوټونو مطابق د اوکراين شرقي ښار لیسچانسک کې د توغنديو په یو برید کې نژدې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې دهانځور: City of Lisichansk/ITAR-TASS/IMAGO

رپوټونه وايي دغه حمله د شنبې په ورځ (د فبروي ۳مه) شوې خو خبري آژانسونو ېې په هکله نن یکشنبه رپوټونه ورکړي دي. په ابتدا کې د وژل شوو کسانو شمېر ۲۰ تنه ښودل شوی وو خو په تازه رپوټونو کې دغه شمېر ۲۸ ته پورته شوی دی.

په لوهانسک سیمه کې د روسيې له ملاتړه برخمن د بيلتون غوښتونکو ځواکونو مشر، ليونيد پاسچنیک، پر تلګرام ليکلي چې «اوکرایني ځواکونو په لیسچانسک کې يوه نانوايي په نخښه کړې او تر ويجاړیو لاندې يې ملکي کسان هم دي.» نوموړي ويلي چې ژغورونکو لس تنه د ويجاړيو له منځه ژغورلي دي. د روسیې د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې د یکشنبې په ورځ وويل چې په وژل شوو کسانو کې يو ماشوم هم شامل دی او د نجات چارې ادامه لري.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې، ماریا زاخارووا، دا «یوه تروریستي کړنه» بللې ده چې پر وینا ېې د «اوکرایني نوو نازيانو له خوا» تره شوې ده. هغې زياته کړې چې کيف پوهېده چې په دغه وخت کې په نانوايي کې ډېر کسان موجود وي او دغه ځای عمداً د هدف په توګه انتخاب کړی دی.

ویاندې په نړېواله سطحه په ځانګړې توګه له لويديځ څخه د دغې حملې د غندلو غوښتنه کړې ده. د آلمان خبري آژانس چې له کيف څخه ېې دغه رپوټ ورکړی، وايي چې په خپلواکه توګه د دغې پېښې د متناقضو ادعاو او د اوښتو تلفاتو د شمېر تصدیق نه شي کولی. په رپوټ کې راغلي چې اوکراين تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.

د اوکراين د سومي سيمه له پاره د اوکراین پوځي ادارې بیا د یکشنبې په ورځ وويل چې روسي ځواکونو تېره ورځ په سيمه کې ۱۶ جلا جلا توغندويزې حملې کړي دي. دغې ادارې ويلي چې دغه حملې د سرحدې علاقې یوناکیوکا پورې اړوند په بيلوپيلیا، کراسنوپيلیا، ولیکا پيساریوکا او ایسمان سیمو کې شوي دي.

پر اوکراین د روسيې تر پوځي يرغل مخکې لیسچانسک یو لوی ښار ګڼل کېده چې شاوخوا ۱۰۰زره اوسیدونکي ېې لرل. دغه ښار د ۲۰۲۲م کال په اوړي کې د روسي ځواکونو له خوا تر سختو جګړو وروسته ونیول شو.

په اوکراین کې د روسيې د جګړې نژدې دوه کاله کیږي. دغه موده کې د جګړې پر مهال ملکيانو ته د اوښتو تلفاتو په هکله رپوټونه ورکړل شوي دي. تر ډېره اوکراین د روسيې ځواکونو په حملو کې د ملکيانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړي دي. د رپوټونو پر اساس دواړو لورو په وروستيو کې د يو بل پر ضد حملې ډېرې کړي دي.

(dpa,AFP,AP)mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل