1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: د طالبانو سره خبرو ته تيار يوو

۱۳۹۰ فروردین ۹, سه‌شنبه

د افغانستان دپاره د روسيې د جمهورريس ديميتري ميدويدف ځانګړی استازی ضمير کابلوف ويلي چي په افغانستان کښي د ثبات راتلو دپاره د طالبانو سره د خبرو دپاره د روسيې غيږه خلاصه ده.

https://p.dw.com/p/RDVU
«مسکو د افغانستان له اړه د تروريزم، افراطيت او نشه يي موادو د پراختيا په اړه ډير اندېښنه لري.»
«مسکو د افغانستان له اړه د تروريزم، افراطيت او نشه يي موادو د پراختيا په اړه ډير اندېښنه لري.»انځور: AP

نوموړي په مسکو کي خبريالانو ته وويل، که څه هم چي په روان وخت کي د طالبانو سره ارتباط نه لري خو بيا هم روسيه د هغوی سره رغونکو خبرو اترو ته تياره ده.

« که څه هم چي موږ د طالبانو سره هيڅ ډول اړیکي نه لرو. خو دا زموږ دپاره ډيره مهمه ده چي د افغانستان د سولي د پروسيې ملاتړ وکړو.»

هغه د انترفکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي چي روسيه هغه هيواد نه دی چي د افغانستان ستونزي په زور سره حل کړي.

« ځکه نو موږ وايي چي کيدای سي طالبان د خبرو دلاري خپل عادي ژوند ته را وګرځوو، په ټولنه يې ورګډ کړو او هغوی ته د کار زمينه برابره کړو. خو د هغه د پاره شرط دادی چي د ملګرو ملتون د امنيت شورا د پريکړي سره سم: هغه څوک چي سوله غواړي بايد خپله وسله پر مځکه کښېږدي، د افغانستان اساسي قانون و مني او د القاعدې د تروريستي سازمان سره خپلي اړيکي و شکوي.»

هغه وويل که په طالبانو کي دغه ډول خلک وي او دغه شرايط پوره کولای سي نو د خبرو دپاره د روسيې غيږه د هغوی پر مخ پرانستې ده.

ضمير وويل چي مسکو د افغانستان له اړه د تروريزم، افراطيت او نشه يي موادو د پراختيا په اړه ډير اندېښنه لري.

« موږ غواړو تر څو هغوی پوه سي، چي موږ د منلو وړ قدرت لرو چي دغه ډول ستونزي له منځه يوسي.»

د روسيې دغه ډيپلوماټ وويل چي ، زموږ دپار دا بې تفاوته نه ده چي د سولي د خبرو اترو د پروسې په پای کي څه ډول افغانستان جوړيږي.

« زموږ دپاره دا ډيره مهمه ده چي يو خپلواک، سوله ييز، او د ترقۍ پر خوا روان افغانستان وي. ځکه ددغه ډول خلکو سره موږ خبري اتري کولای سو.»

بله خوا مسکو دا هم ويلي دي چي افغان امنيتي ځواکونه اوس ددې جوګه نه دي چي د هيواد امنیتي مسوليت په خپله غاړه واخلي.

« که چيري افغان امنيتي ځواکونه دې ته اړايستل کيږي چي حتماً دي مسووليت په غاړه واخلي نو کيدای سي چي په هغه هيواد کي امنيتي وضعه نوره هم خرابه سي.»

مسکو په دې نظر دی چي په تيرو لسو کلونو کي د امريکا متحده ايالاتو او ددوی د ناټو انډيوالانو په افغانستان کي د هغه هيواد د امنيتي ځواک د پياوړ تيا لپاره ډير لږ کار کړی دی.

کريملين وايي چي هغه څه چي اوس د افغان امنيتي ځواکونو په اړه ويل کيږي چي د پوليسو شمېر يې ۱۲۰ زرو ته رسېدلی او اردو يې ۱۵۰ زرو ته رسيږي دا سمه ده. خو په کال کښي د هغوی د بيرته تښتېدو کچه ۳۰ فيصده ده، او تر ټولو اړين يې کيفيت دی.

مسکو وايي چي په نړۍ کي کوم يو اردو د هوايي ځواک پرته کولای سي چي جګړه وکي.

« افغان امنيتي ځواکونه بېله سپکو وسلو بل هيڅ نه لري، پدې برخه کي ډير لږ څه سوي او دېته بايد جدي پاملرنه وسي، که نه افغان امنيتي ځواکونه به د ډيرو ستونزو سره مخامخ او په نتيجه کښي به يې وضعه تر دې هم خرابه وي.»

د افغانستان د پاره د روسيې ځانګړی استازی وايي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم وخت سته چي امنيتي ځواکونه و روزل سي تر څو په سيمي د بيا سرخوږي څخه نړۍ خلاصه وي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: بريښنا صابر

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل