1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
پوههروسیه

روسيه وايي لونا-۲۵ فضايي بېړۍ ېې په سپوږمۍ کې ټکر کړی

۱۴۰۲ مرداد ۲۹, یکشنبه

د روسيې فضايي آژانس د یکشنبې په ورځ وويل چې د دوی لونا-۲۵ فضايي بېړۍ په سپوږمۍ کې ټکر کړی دی.

https://p.dw.com/p/4VN1Z
Russland Raketenbooster mit Luna-25-Mondlander startet am Kosmodrom Wostotschny
انځور: Roscosmos/REUTERS

د روسيې فضايي آژانس، روسکوسموس، د يکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د روسيې دغه ځمکې ته راکوزېدونکی بې پېلوټه روبوټ، د يو ناکنټرول شوي مدار پر لور تر تاوېدو وروسته ټکر کړی دی.

ياد آژانس ويلي چې د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې چې فضايي بېړۍ مدار ته د کوزېدو له پاره خپل تیاری نیوه، له ستونزې سره مخ شوه چې تر هغه وروسته ېې ارتباط ورسره قطع شو.

د روسيې د فضايي آژانس په یوه اعلاميه کې ويل شوي: «دغه بېړۍ د یو داسې مدار منځ ته چې له مخکې د وړاندوېنې وړ نه وو، داخله شوه او د سپوږمۍ له سطحې سره د تماس په نتيجه کې له منځه ولاړه.»

ورته نور ولولئ: هند فضا ته د چندریان -۳ راکټ وتوغاوه

دا د پخواني شوروي اتحاد د وخت له ۱۹۷۶م کال راوروسته د روسيې لومړنۍ فضايي بېړنۍ ده چې د روانې مياشتې په سر کې فضا ته ولېږدول شوه. د سپوږمۍ له سطحې سره د هغې ټکر وروسته له هغې پېښیږي چې روسکوسموس آژانس د یو «غيرعادي وضعیت» څخه خبر ورکړ. د دغه آژانس متخصصانو د شنبې په ورځ پر اعلان شوي وضعیت خپلې ارزونې وکړې.

روسکوسموس پر ټيلګرام ليکلي دي: «د عملیاتو پر مهال، په بورډ کې يو غیرنورمال حالت رامنځ ته شو، چې د مشخص شوو پارامترونو سره ېې د مانور د اجرا کولو اجازه ورنکړه.»

ورته نور ولولئ: هندوستان غواړي سپوږمۍ ته بيا يوه فضايي بيړۍ واستوي

د مهالوېش له مخې په پام کې وه چې دغه فضايي بېړۍ د دوشنبې په ورځ د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې ناسته وکړي، تر څو د یوې هندۍ فضايي بېړۍ څخه دمخه پر سپوږمۍ راکوزه شي. جنوبي قطب د ساینسپوهانو له پاره یوه په زړه پورې سيمه ده. هغوی په دې باور دي چې په دغه تل تياره سیمه کې اوبه موجودې دي. کېدای شي په ډبرو کې کنګل شويو اوبو څخه د راتلونکو څېړونکو له پاره د هوا او د توغندي د سون توکو له پاره استفاده وشي.

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: