1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسيه: پوتين ولسمشرۍ ټاکنو ته د کانديد په توګه راجستر شو

۱۴۰۲ بهمن ۹, دوشنبه

د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين، نوم په رسمي توګه د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د څلورم کانديد په توګه ثبت شوی دی چې اټکل کيږي نوموړی به دغه ټاکنې وګټي. نور کانديدان تر چهار شنبې ورځې پورې وخت لري چې خپل لاسليکونه وسپاري.

https://p.dw.com/p/4bnVx
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتينانځور: ALEXANDER ZEMLIANICHENKO/AFP/Getty Images

د روسیې د ټاکنو مرکزي کمېسيون د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې ولسمشر ولاديمير پوتين، د مارچ مياشتي له ۱۵مې څخه تر ۱۷مې نيټې پورې د ترسره کيدونکو ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د کانديد په توګه راجستر شوی دی.

د کمېسيون د مشرې نتاليا بودارينا، په حواله د پوتين په ملاتړ ۳۱۵ زره لاسليکونه سپارل شوي دي چې له دې جملې ۶۰ زره د ارزونې يا تصديق له پاره په تصادفي توګه غوره شوي دي.

نوموړې وويل: «د تصديق په نتیجه کې له ۶۰ زرو څخه ۹۱ لاسليکونه ناسم پيژندل شوي دي. په دې ترتيب۹۱ ناسم لاسلیکونه د تصويق شويو لاسليکونو ۰،۱۵ سلنه جوړوي.»

نور کانديدان څوک دي؟

پوتين په دې توګه په روسیه کې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو څلورم راجستر شوی کانديد دی. تر دې دمخه د ټاکنو مرکزي کمیسيون د ناسيوناليستي «ال ډي پي آر» ګوند مشر ليوند سلوتسکی، د دولتي دوما مرستيال مشر او د «خلکو د نوي ګوند» غړی ولادسلاو دوانکوف، او د کمونست ګوند د دوما مرستيال نيکولای خاريتونوف، د کانديدانو په توګه راجستر کړي دي. 

د جګړې ضد بورس نادژدن، په ګډون نور بالقوه کانديدان تر چهار شنبې ورځې پورې وخت لري څو د خپلو کمپاينونو د ملاتړ په موخه اړين لاسليکونه راټول کړي.

نادژن د مدني نوښت ګوند نوماند دی نو هغه يوازې ۱۰۵ زرو امضاګانو ته اړتيا لري.

د روسيې هر څلورم کس ولي يا بندي سوي يا محکمې ته حاضر سوی؟

په دسمبر میاشت کې د روسیې د ټاکنو کمیسيون د سولې پلوۍ سياستوالې يېکاتارينا دونتسووا، عريضه رد کړې وه او ويلي ول چې په «اسنادو کې تيروتنه» موجوده ده. سترې محکمې هم دا پريکړه تائيد کړې وه.

پوتين په اوکراين کې د جګړې له پېل راهېسې د اپوزيسيون پر غړيو فشارونه ډېر کړي دي. د نوموړي مشهور منقدين يا له هېواد تښتيدلي دي او يا هم زنداني شوي دي، لکه اليکسې ناوالني.

داسې تمه کيږي چې د روسیې برحاله ولسمشر به دا ټاکنې وګټي او په دې توګه به د ۱۸مې میلادي پيړۍ راهېسې د روسیې هغه مشر شي چې تر ټولو ډېره موده واکمن وو. د پوتين له پاره به راتلونکې ټاکنې د هغه د سياسي سفر پنځمې ټاکنې وي. نوموړی تر دې مخه څلور ځله د دولت د مشر په توګه ټاکل شوی دی (۲۰۰۰، ۲۰۱۲،۲۰۰۴ او ۲۰۱۸).

په ۲۰۰۸م کال کې پوتين د ديميتري مدويديف سره چې مخکې یې د هېواد د لومړي وزير دنده ترسره کړې وه، په اصطلاح خپل مقام بدل کړی وو. هغه وخت نوموړی د اساسي قانون پر اساس په پرله پسې دريم ځل د هېواد د ولسمشر په توګه له دندې ترسره کولو منع کړل شوی وو. په دې ترتيب هغه له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۲م کال پورې د ديمتري مدويديف د ولسمشرۍ پر وخت د لومړي وزير دنده پر مخ يوړله.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, Interfax, TASS)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب