1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې د امريکا څخه د ستراتيژيک تړون په اړه د توضيحاتو غوښنه کړې

۱۳۹۰ آبان ۳۰, دوشنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف ويلي، چي روسيه غواړي په دې پوه سي، چي د امريکا متحده ايالات تر ۲۰۱۴ کال وروسته په څه ډول شرايطو سره په افغانستان کي پاتيږي.

https://p.dw.com/p/13ESw
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروفانځور: Picture-alliance/dpa

لاوروف د دوشنبې په ورځ په مسکو کي په يوه خبري غونډه کي وويل، که څه هم چي دا د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکي دي، خو موږ غواړو په دې پوه سو، چي تر هغې نېټې وروسته چي بهرني عسکر د افغانستان څخه وزي امريکا هلته څه ډول پاتيږي.

« په دې اړه بايد هغه سيمه ييز هيوادونه هم خبر سي، چي هر هغه څه چي په افغانستان کي پيښيږي پر هغوی باندي مستقيماً اغېز لري.»

ځکه نو دا مهمه ده، چي سړی دقيق پوه سي، چي په افغانستان کي د امريکا دايمي پوځي اډې چي د هغه هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته پاتيږي په کومو برخو کي به عمل کوي.

د هغه په خبره موږ دغه پوښتنه په ښکاره توگه د افغانستان او زموږ د امريکايي همکارانو سره هم مطرح کوو، چي د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به هلته څه کيږي.

تر دوديزي لويي جرگې وروسته روسيه لومړی هيواد دئ، چي د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيک تړون د يوې برخي، يعني په افغانستان کي د امريکا د دايمي اډو د څرنگوالي په اړه د معلوماتو غوښتنه کوي.

د ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه دوديزي لويي جرگې د امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو او وسله والو طالبانو سره د سولي د پروسې پر مخ بيولو له پاره ولسمشر ته خپلي مشرورې ورکړي.

شاوخوا ۲۰۰۰ استازو تر څلور ورځنۍ ناستي وروسته ولسمشر کرزي ته خپلي هغي مشورې ورکړي، چي د امريکا سره د ستراتيژيک تړون په لاسليکولو کي ورته پام وسي.

تر لويي جرگې مخکي داسي ويل کېده، چی گويا د افغانستان يو شمېر گاونډي هيوادونه په افغانستان کي د امريکا پوځي دايمي اډې نه خوښوي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: سيد رياض