1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې خپل یو جنرال ګوښه کړی

۱۴۰۲ تیر ۲۲, پنجشنبه

د روسیې پوځ وروسته له هغې یو جنرال له دندې ګوښه کړی چې په اوکراین کې یې د مسکو پر پوځي ستراتیژۍ نیوکې کړې وې. تیره شپه پر کیف د روسيې په هوایي بریدونو کې یو کس وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4TqM5
د ایوان پاپوف په خبره عادي عسکر د اوکراین د توپخانې د بریدونو پر وړاندې په سمه توګه نه دي مجهز شوي.
د ایوان پاپوف په خبره عادي عسکر د اوکراین د توپخانې د بریدونو پر وړاندې په سمه توګه نه دي مجهز شوي.انځور: SERHII NUZHNENKO/RL/RFE/REUTERS

د روسیې د پوځ مشرتابه هغه جنرال له دندې ګوښه کړی دی چې په اوکراین کې یې د مسکو پر پوځي ستراتیژۍ باندې انتقاد کړی وو.

ایوان پاپوف، چې د اوکراین په ختیځ کې یې د روسیې د وسله والو ځواکونو مشري کوله ویلي دي: «جګپوړو مشرانو ظاهرا له ما څخه د ویرې احساس وکړ او یوازې په یوه ورځ کې یې له دفاع وزیر څخه امر واخیست» او له دندې ګوښه شوم.

اړونده موضوع:د ناټو سرمشریزه: د جي ۷ مشرانو د اوکراین له پاره امنیتي چوکاټ اعلان کړ

د هغه په خبره عادي عسکر د اوکراین د توپخانې د بریدونو پر وړاندې په سمه توګه نه دي مجهز شوي.

زموږ ديوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

نوموړي په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي: «ما د عصري جګړې سترې تراژیدۍ – د توپخانې د څارنې او ځوابي بریدونو نشتوالی او همداشان د دښمن د توپخانې له کبله د ډېرو مړینو او ټپي کیدو پيښو ته پام راواړوه.»

پاپوف دا هم ویلي دي چې له روسي عسکر سره د خپلو «جګپوړو مشرانو» له خوا خیانت شوی دی، چې احتمالا د روسیې د دفاع وزیر سیرګي شویګو ته یې اشاره وه.

د کیف پر پلازمینه د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه دوام لري
د کیف پر پلازمینه د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه دوام لريانځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS

د واګنر ډلې د مشر له لوري چې د بغاوت هڅه یې کړې وه، هم داسې ادعا شوې وه چې د روسیې د دفاع وزارت له لوري یوازې پريښودل شوی او د خپلو ځواکونو پرته له مسکو څخه ووت. د هغه شخصي ملیشې د اوکراین په ډیرو بریدونو کې حضور درلود.

اړونده موضوع: اوکراین: په لیمان کې د روسي ځواکونو حملې درنه مرګ ژوبله اړولې

یو شمیر کارپوهان پر دې اند دي چې د روسیې د ځواکونو په منځ کې د مشرتابه پر وړاندې پراخه ناراضایتي موجوده ده.

رپوټ: روسیې په زرونو اوکراین د بندیانو په توګه ساتلي

د اسوشتید پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې روسیې په خپل هیواد او په اوکراین کې په غیر قانوني ډول په اشغال شوو سیمو کې په زرونو اوکراینیان د بندیانو په توګه ساتي او پلان لري چې نورې بندیخانې هم جوړې کړي.

زموږ له آرشیف څخه:

د دغه خبري آژانس د رپوټ له مخې د روسیې د حکومت یو سند یې تر لاسه کړی دی چې پلان لري تر ۲۰۲۶م کاله پورې د روسیې له لورې په اشغال شوو سیمو کې ۲۵ بندیخانې او شپږ توقیف ځایونه جوړ کړي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د ياد آژانس په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې که چیرې بندیان له کار کولو ډډه وکړي نو د بند له سختو شرایطو او آن له اعدام سره مخامخ کیږي.

پر کیف د روسیې برید

د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي دي چې د پنجشنبې په شپه پر دغه ښار د روسیې د بریدونو په ترڅ کې یو کس وژل شوی دی. دا دریمه پر له پسې شپه وه چې روسي ځواکونو پر کیف بریدونه کوي.