روسۍ الوتکې د ناستې پر مهال څنګه اور واخیست؟
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۶, دوشنبهد مسکو په شيرميتوا، هوايي ډګر کې د الوتکې د بیړنې ناستې په پيښه کې چارواکي لږ تر لږه د۴۱ کسانو د مړینې خبره کوي. د روسیې د تحقیقاتو دولتي کمیټې ویلي دي چې په دغه (اس اس جی – ۱۰۰) ډوله مسافر وړونکي الوتکه له ۷۸ سپرلیو څخه ۳۷ یې ژوندي پاته شوي دي.
د روسي رسنیو د رپوټونو له مخې دغه الوتکه د یوه داخلي پرواز په موخه له میدانه الوتې وه، چې د الوتکې عملې بیرته یو بیړنی زیګنال ورکړ. د دغو رپوټونو له مخې د الوتکې د یوه ماشین د خرابیدو، برقي ستونزې او یا هم د بريښنا او تندر وهلو له احتمال څخه یادونه کیږي.
د رپوټونو له مخې د بیړنۍ ناستې لومړۍ هڅه بریالۍ نه شوه، خو په دوهم ځل د الوتکې ټایرونه او بیا یې مخکنۍ برخه په ځمکه ولګیده. د تحقیقاتو د لومړنې پایلې له مخې له همدې کبله د الوتکې د تیلو ډکه ټانکۍ وچاودیده او د سترګو په رپ کې اور خپور شو.
څیړنې ادامه لري
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اساسي پلټنو د ترسره کیدو غوښتنه کړې. هغه او لومړي وزیر دیمتري میدوېدف، د پيښې د قربانانیانو له خپلوانو سره خپله خواشيني څرګنده کړې او په پيښه کې يې ژوندي پاته شوو کسانو ته د مرستې ډاډ ورکړی دی.
په مسکو کې له تحقیقاتې کمیټې څخه سویتلانا پیترینکو، ویلي دي چې هراړخیز تحقیقات به وشي.
نوې الوتکه
(اس اس جی – ۱۰۰) ډوله الوتکې باندې د روسیې هوا نوردي ویاړي، چې کابو۳۰ کاله تر مخه د پخواني شوروي تر سقوط وروسته نوی پرمختګ دی. د ۲۰۱۱م کال راهیسې دغه الوتکې په ماموریت کې دي. که څه هم تر مخه هم د ځینو ستونزو په هکله رپوټونه ورکول کیدل، خو دغسې یوه پيښه ترمخه نه ده رامنځ ته شوې. رالویدلې الوتکه په ۲۰۱۷م کال په الوتنو پېل کړی وو او د روان میلادي کال په اپریل میاشتې کې د ترمیم په خاطر کتل شوې وه.
(sr/nz)wa/gri (dpa, afp)
زموږ له آرشیف څخه: