1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: جرمني ۱۳۷۰۰۰ مسلکي کمپيوټرپوهانو ته اړتيا لري

۱۴۰۱ آبان ۲۵, چهارشنبه

د جرمني په اقتصاد کي د مسلکي کمپيوټرپوه کسانو کمبود نور هم جدي سوی دی.

https://p.dw.com/p/4Jbye
Ausländische Fachkräfte Dossierbild 3/3

د بيټکم ډیجیتلي اتحادیې د ارقامو پر اساس پروسږکال په دغه څانګه کي تقریباً ۴۳ فیصده او یا په بل عبارت د ۱۳۷۰۰۰ مسلکي کمپيوټرپوهانو کمبود موجود ؤ. په دې ډول سره د کرونا تر مخه ۲۰۱۹م کال هم حالت تشنجي دي، چي لا د دغي برخي ۱۲۴۰۰۰مسلکی ځایونه خالي وه. د کرونا پانډمۍ په ۲۰۲۰ او ۲۱ مو کلونو کي حالت یو څه سم او دغه کمبود یې لږ پوره کړ. خو د بيټکم ډیجیتلي اتحادیې رئیس، آخیم بېرګ نن چهارشنبه په دغه څانګه کي د ارقامو د معرفي کولو پر وخت بیرته د سخت کمبود خبره وکړه: «د مسلکي کمپيوټرپوهانو کمبود د شرکتونو له پاره اضافي مشکلات رامنځته کوي او دغه پرابلم به په راتلونکو کلونو کي نور هم جدي سي.»