1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اوکراین جګړه په ټوله نړۍ کې د ماشومانو بې وزلې زیاتوي»

۱۴۰۲ تیر ۵, دوشنبه

د بشري حقونو یوې ډلې د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اوکراین جګړې له کبله به سږ کال هر څلورم ماشوم د بې وزلۍ ژوند تیروي. دغه جګړه د انرژۍ او خوراکي توکو د بیو د لوړیدو سبب شوې ده.

https://p.dw.com/p/4T4sJ
Symbolbild I Kind in Indien
انځور: Indranil Aditya/NurPhoto/picture alliance

«د ماشومانو د حقونو شاخص» د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د خپرو شوو ارقامو په اساس وایي چې اقلیمي بدلونونه او د کرونا وبا دوامداره اغیزو ماشومان له خطر سره مخامخ کړي دي.

ملګرو ملتونو روسیه د «ماشوم وژونکو»هیوادونو په تور لیست کې واچوله

دغه سازمان چې مقر یې په هالنډ هیواد کې دی، ویلي دي «دغه ټول موارد د کړکیچونو پر یوې مجموعې بدلیږي، ځکه د ماشومانو پر ژوند او حقونو د نړیوالو فشارونو اغیزې دوام لري.»

دغه شاخص یوانۍ درجه بندي ده چې په کلني حساب د ماشومانو د حقونو مراعاتیدو بڼه ارزوي. د ۱۹۳ هیوادونو په کتار کې سویډن، فنلنډ او آیسلنډ په تر ټولو لوړه درجه کې قرار لري. دا په داسې حال کې ده چې چاد، سویلي سوډان او افغانستان بیا د ماشومانو له پاره تر ټولو خراب هیوادونه ګڼل کیږي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د بشري حقونو دغه ډله وایي چې پر اوکراین د روسیې یرغل موجود بحرانونه لا زیات شدید کړي او د ماشومانو پر ژوند یې سیورې غوړولی دی.

د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ «درې میلیونه افغان ماشومان کار کوي»

سربیره پر دې په اوکراین کې ۷،۵ میلیونه ماشومان تر ټولو ډیر جګړو اغیزمن کړي دي او ډير شمیر یې مهاجر شوي دي.

بل لور ته د کرونا له وبا وروسته د بیو لوړیدو او د روغتیايي مراقبتونو کړکیچ د واکسینیدو پر بهیر منفي اغیزې کړي دي. د کرونا وبا له کبله د رامنځته شوو اخلالونو په دلیل د ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۱م کالونو ترمنځ موده کې ۶۷ میلیونه ماشومانو خپل د عادي واکسینونو نوبت له لاسه ورکړی دی.

سربیره پر دې اقلیمي بدلونونه په ځانګړي توګه په آسیایي هیوادونو کې د ماشومانو له پاره جدي ستونزې رامنځته کوي.

دغه رپوټ په سوډان کې کورنیو جګړو او په افغانستان کې له زده کړو څخه د نجونو منع کیدو ته اشاره کړې ده. زده کړو ته لاس رسی د ماشومانو یو له اساسي حقونو څخه ګڼل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د فقر زیاتوالی تر پنځه کلنۍ د کم عمر ماشومانو د مړينې کچې د ډیریدو سبب شوی دی. دغه ستونزه په ځانګړي توګه په ماداګاسکار او نیجر هیوادونو کې لیدل کیږي.

کانونو کې د افغان ماشومانو پر کار بندیز

د ماشومانو د حقونو ملاتړ موسیسې مشر مارک دولارت، سږنې رپوټ خبرداری ورکوونکی بللی دی.

د بشري حقونو دغه چارواکي له ملتونو او مرستندویه سازمانونو غوښتي دي چې له اوسني ناورین څخه د ماشومانو د ملاتړ او یوې ښې او امیدواره کوونکي راتلونکي ته د لارې هوارولو له پاره بیړني اقدامات وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص