1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

رپوټ: د شمالي کوریا ښځې په چین کې بدلمنۍ ته اړایستل کیږي

۱۳۹۸ خرداد ۱, چهارشنبه

لندن مېشته یوه سازمان په شمالي کوریا کې له ښځو سره د پراخ تاوتریخوالی رپوټ ورکړی او ادعا یې کړې ده چې د دغه هیواد په زرونو ښځې اجباري ودونو او په چین کې بدلمنۍ ته اړ ایستل کیږي.

https://p.dw.com/p/3Is7U
Symbolbild Menschenhandel in der EU
انځور: picture alliance/empics/D. Lipinski

د کوریا د راتلونکې له پاره نوښت، نومې غیر دولتي سازمان یو رپوټ خپور کړی دی. په دغه رپوټ کې دا په ډاګه شوې ده چې د شمالي کوریا ښځې او نجونې په چین کې اجباري ودونو او بدلمنۍ ته اړ ایستل کیږي.

دغه رپوټ د دوشنبې په ورځ د بریتانيا پارلمان ته وړاندې شو. په رپوټ کې راغلي دي چې د شمالي کوریا ښځې او نجونې چې آن ۱۲ کلنې پکې شته له شمالي کوریا څخه د تیښتې په پلمه دهوکه کیږي او په چین کې د جنسي غلامانو په توګه پلورل کیږي.

دغه رپوټ چې جنسي غلامان، نومیږي او په چین کې د شمالي کوریا د ښځو بدلمني، سایبر سیکس او اجباري ودونو موضوعات رانغاړي، پکې ادعا شوې ده چې په چین کې د مخ پر زیاتیدونکي بدلمنۍ تقاضا د شمالي کوریا د ښځو او نجونو د استثمار سبب شوې ده. په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې د انساني قاچاق بانډونه په چین کې د څو میلیونه ډالرو په ارزښت غیر قانوني کاروبار کوي.

د کوریا د راتلونکې له پاره نوښت، نومې سازمان په وینا دغه موندنې یې په «چین کې او همداشان سویلي کوریا کې په تبعید کې اوسیدونکو قربانیانو» سره د اوږدو ملاقاتونو پر بنسټ ولاړې دي.

Symbolbild Kinderprostitution
انځور: STR/AFP/Getty Images

یاد سازمان د چین جنسي کاروبار د له منځه وړلو له پاره د اساسي ګامونو د اخیستلو او د شمالي کوریا رژیم چې د ښځو پر وړاندې ناسم چلن کوي پر ضد د مبارزې غوښتنه کړې ده.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې دغه میرمنې د شمالي کوریا نرواکي رژیم له کبله چې د ظلم، بې وزلۍ او سرکوب د تحمیل له طریقه د خپلو کورونو پریښودو ته اړي کیږي. د شمالي کوریا دغه میرمنې او نجونې په چین کې تر جنسي کاروبار مخکي د انساني قاچاق وړونکو، دلالانو او جنایي ډلو منګولو ته لویږي او په چین کې بیا تر هغه وخته د نارینه وو له خوا استثماریږي چې وجود یې نور ستومانه شي.

څیړونکې په دې آند دې چې د شمالي کوریا ښځې له دې کبله انساني قاچاق وړونکې ته په اصطلاح یو آسانه هدف دی چې له خپل هیواده د تيښتي چانس نه لري. څیړونکي او فعالان وایي چې په انساني قاچاق کې ښکیل دلالان په دې پوهیږي چې قربانیان یې د چین له پولیسو څخه د مرستې غوښتنه نه شي کولی.

په تیرو څو میاشتو کې چین ته د غیر قانوني انساني قاچاق موضوع هغه وخت د خبرونو سرټکی وګرځید چې پاکستاني پولیسو د یو شمیر چینایي اتباعو د نیولو خبر ورکړ چې له پاکستاني نجونو سره تر ودونو وروسته یې هغوی په چین کې بدلمنۍ ته مجبورولې.

د پيکینګ چارواکو په دغه سویل آسیايي هیواد کې د انساني قاچاق پر ضد د سختو ګامونو اخیستو هوډ څرګند کړی دی.

شامل شمس