1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په فرانکفورت کې د افراطي پوليسو یوې شبکې په اړه څیړنې

۱۳۹۷ آذر ۲۶, دوشنبه

د ښي اړخه افراطيانو د قربانيانو د يوې وکيلې لور ښايي د يوه تندلاري پوليس له خوا گواښل شوي وي. په دې هلکه پلټنو ښوولې چې د فرانکفورت په پوليسو کې د نازيانو يوه شبکه موجوده ده.

https://p.dw.com/p/3AESv
Polizei Hessen
انځور: picture-alliance/dpa/S.Stein

د يکشنبې په ورځ د آلمان يوې معتبرې ورځپانې «Frankfurt Allgemeine Zeitung» رپوټ ورکړې چې جنايي ايالتي پوليس (LKA) د فرانکفورت د پوليسو په ليکو کې د يوې ښي اړخې افراطي شبکې په اړه پلټنې کوي.

د رپوټ په حواله د هيسن ایالت جنايي پوليسو تر هغه وروسته ځانگړې پلټنې پېل کړې چې د پوليسو پر يوه ډله افسرانو باندې د اسلامپالو هغې وکيلې ته چې ترکي ريښې لري، د یو ګواښونکي لیک د استولو تور ولګول شو.

سيده باسې ـ يلدیز ته د فکس له لارې د ليږدول شوي ليک په سر کې ليکل شوي ول: «د ترکانو گنده تخمه» ته آلمان نه شي ویجاړولی. په لیک کې زیاته شوې، چې «ته بايد ژر تر ژره له دې ځايه ځان په داسې حال کې چې لا هم ژوندۍ یې، ورک کړې، خنځیرې!»

باسې ـ يلديز د شنبې په ورځ د «Frankfurter Neue Presse» په نوم ورځپاڼې ته وويل چې د ليک دا برخه د ښي اړخه افراطيانو د کرکې د خطونو او گواښونو يوه معياري نمونه ده خو نوموړې د هغه څه په اړه انديښمنه ده چې د ليک په وروستۍ برخه کې ليکل شوي.

په خط کې وړاندې د نوموړې وکيلې د لور د نوم او پتې سره ليکل شوي ول: «موږ به د غچ اخيستنې په موخه ...... ستا لور ووژنو.»

دا ليک د «NSU 2.0.,» په نوم لاسليک شوی وو. دا د آلمان يوه نيو نازي ترهگره ډله ده چې څو کاله تر مخه په آلمان کې فعاله وه. باسې ـ يلدیز د دې ډلې د غړيو پر ضد هم په محکمې کې د قربانيانو څخه دفاع کړې ده.

نوموړې ورځپاڼې ته ويلي چې د دې د دوه کلنې لور نوم او د دې ادرس هر چا ته معلوم نه دی.

د پوليسو افسران رسوا شوي

دغه گواښونه په اگست مياشت کې شوي ول او په نتيجه کې یې د ترسره شويو پلټنو په ترڅ کې موندل شوې چې د لږ تر لږه پنځوو پوليسو يوې ډلې د انترنت په يوه چټ کې ناسيونالستي او نازي شعارونه او انځورونه خپاره کړي دي چې دا په آلمان کې يو ستر جرم دی.

د رپوټ په حواله پلټونکي د پوليسو د يوه کمپيوتر تر موندلو وروسته چې د يادې وکيلې شخصي معلومات پکښې د يوه رسمي دليل پرته، ثبت شوي ول، دغه ډله وپيژندله.

د جنايي ايالتي پوليسو چارواکو ورځپانې ته وويل چې په ډله کې د شاملو څلورو نارينه وو او يوې ښځينه  افسرې دندې ځنډول شوي دي.

باسي ـ يلدیز په رسنيو کې د دې قضيې د نويو جزيات تر راڅرگنديدو وروسته پر پوليسو نيوکې وکړې. هغې فرانکفورت الگيماين ورځپاڼې ته وويل چې هغې څو وارې د قضیې د پرمختگ په هلکه معلومات ترلاسه کول خو د پوليسو د شبکې په هکله همدا د شنبې په ورځ خبره شوه. هغې وويل: «زما هيله له پوليسو څخه دا وه چې ماته یې لا مخکې په دې هلکه معلومات راکړي وای.»