1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

رپوټ: په هند کي ککړه هوا هر کال سل زره ماشومان وژني

۱۳۹۸ خرداد ۱۶, پنجشنبه

د یوې څیړنې په حواله په هندوستان کي هر کال سل زره تر پنځه کاله کم عمر لرونکي ماشومان د هوا د ککړتیا له کبله مري. له بلي خوا بیا د دغه هیواد په شمال کي د تودوخي سختي څپې راغلي دي.

https://p.dw.com/p/3Jwc3
Indien Delhi Luftverschmutzung
انځور: Picture-Alliance/AP Photo/M. Swarup

د اقیم ساتني د نړیوالي ورځي په مناسبت د چهارشنبي په ورځ (د جون میاشتي پنځمه نیټه) د علم او اقلیم غیر دولتي مرکز (CSE) له خوا په خپور سوي یوه رپوټ کي د سل زره ماشومانو د مړه کیدو دغه مطلب راغلی دی، چي د هوا د ککړتیا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. رپوټ په مجموع کي د هندوستان خراب اقلیمي سیاست ته اشاره کوي.

د رپوټ پر اساس په ځانګړې توګه د هندوستان په ښارونو کي سخت لوگی او دود د ټولو مړو سویو کسانو له ډلي څخه د ۱۲،۵ سلنه لامل دی. په رپوټ کې دا هم راغلي دي چي د هندوستان د ۸۶ سنله اوبو ککړتیا بیا ډیره لوړه شوې ده.

په رپوټ کي همدارنگه ویل سوي دي چي هندوستان د نوي کیدونکي او مثمري انرژۍ د تولید په برخه کي ډیر لږ گامونه پورته کوي. په داسي حال کي چي هندوستان د سولري او بادي  انرژۍ په استحصال کي د خپل تعین سوي هدف څخه شاته پاته دی، د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ چاپیریال ته د ضرر رسوونکو شرکتونو د جوړیدو بهیر ۱۳۶ سلنه وده کړې ده.

د بیا انتخاب سوي لومړي وزیر نرنیدرا مودي، د انتخاباتي کمپاین پر مهال د اقلیم ساتني سیاست او ورپورې تړلو موضوعگانو هیڅ رول نه درلود او د همدې نړیوالي ورځي په مناسبت هم مودې دې موضوع ته ته چندان ارزښت ورنه کړ. مودي وویل: «د اقلیم ساتنې په نړیواله ورځ موږ ټول باید په دې اړه فکر وکړو چي څرنګه خپل کره پاکه او شنه کولی شو.»

له بلي خوا بیا د دغه هیواد پر شمال باندي د تودوخي سختي څپې راغلي دي. په ځانګړې توګه د پاکستان سرحد ته نژدې د راجاستان ایالت روغتونونو ته ډیر داسي ناروغان راوړل شوي دي چې د تودوخي څپې له کبله له روغتیایي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

په راجاستان او د هغه سره پراته ایالت کي په تیرو ورځو کي د پرله پسې تودوخي له کبله ډیری انسانان مړه سوي هم دي. هلته د حرارت درجه تر ۵۰ درجو هم اوښتې وه.  د هندوستان د روغتیا وزارت له خلکو څخه غوښتي دي، چي چای، قهوه او الکهول ونه چښي او هم د غرمې پر وخت دباندي ونه وځي.

له بلي خوا په دغه هیواد کي کلني مونسوني بارانونه  سږ کال تر خپل معمولي وخت یوه اوونی وروسته پیلیږي او لومړی د هندوستان په جنوب کي ورته انتظار کیږي. د هوا پيژندني ادارې د اټکلونو له مخي به سږ کال تر پخوا لږ بارانونه هم واوري.

(qn/ms (afp