1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«زما تېښته» په نوم مستند فلم د جوړونکو د همکارۍ غوښتنه

۱۳۹۴ آذر ۶, جمعه

د «زما تېښته» په نوم مستند فیلم جوړونکي غواړي، ستاسو د ګرځنده تیلیفونونو د فیلمونه په مرسته، اروپا ته ستاسو د مهاجرت په اړه یو مستند فلم جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/1HDfr
Screenshot Facebook myescape EINSCHRÄNKUNG
انځور: facebook.com/MyEscapeFilm

د مهاجرت په اړه نور معلومات زموږ په ځانګړې پاڼې کې ولولئ:

ستاسو په هیواد کې جګړه ده. په هیواد کې مو څوک نه شي کولای ژوند وکړي. د راتلونکې له پاره کوهه هیله نشته. د همدې له پاره تاسو هوډ وکړ چې د ګواښونو او د سرحدونو پر سخت کنترول سربیره د بادې کښتیو په وسیله او یا هم پر پښو ځان اروپا ته ورسوئ.

په لاره کې مو داسې حالات ولیدل چې چا ته يې ويلای نه شئ خو نور هم باید دا حالات او ستاسو تجربې وویني.

همدا لامل شو چې تاسي په خپلو ګرځنده تیلیفونونو سره له دې حالت څخه فيلم واخلئ. دا فلمونه له دې حالت څخه ستاسو خاطره ښیي، یا هم د نورو له پاره د یو سند په توګه ترې کار اخلی او یا هم د لارې تریخ واقعیتونه ښيي.

اوس له خپلې کورنې سره او یا هم یوازي آلمان ته رسیدلي او په یو امن ځای کي ياست. دلته هم حالات بل ډول دي. ځیني عجیب او غریب حالات وینئ چې تاسو په اندیښنه کي کوي او یا مو خوشحالوي.

موږ غواړو ستاسو کیسه نورو ته ووایو

موږ یا د برلین د فیلم جوړوني شرکت «برلینر پرودشکن» یو مستند فلم جوړوو، څو وښیو چې اروپا ته تېښته څه ډول ده. خو دا کار به ستاسو له لیدلوري څخه او ستاسو د ګرځنده تیلیفونونو په واسطه د اخيستلو شوي فلمونو او ستاسو د مرکو په مرسته جوړوو.

زما تېښته (#myescape) په تلویزیونو کې هم نشریږي همداراز د وي دي ار (WDR) په توګه او د دویچه ویله په مرسته هم نشریږي.

موږ ستاسو په شان کسانو په لټه کې یوو چې د کامرې مخ ته زموږ سره مرکه وکړي او همداراز خپل فيلمونه هم زموږ سره شریک کړي.

تاسو کیدای شي نارینه، ښځینه، ځوان یا زوړ، له فامیل سره او یا یوازي واوسئ. تاسو کیدای شي له افغانستان، سوریي، عراق، اریتیریا او یا هر بل هیواد څخه واوسئ او آلمان ته د دې له پاره راغلي ياست چې ستاسو په اصلي هیواد کې ژوند کول ستونزمن ول.

موږ د مهاجرت ادارې او یا له پولیسو سره همکاري نه کوو. موږ خپلواک یوو او ستاسو معلومات له بل چا سره نه شریکوو.

که فکر کوئ چي زموږ سره مرسته کولای شئ نو موږ ته بریښنالیک [ایمیل] واستوی: myescape@berlin-producers.de

له موږ سره اړیکه (په آلماني او انګلیسي ژبو): ۰۳۰/۴۴۳۰۸۸۶۷

په پښتو ژبه د اړیګې شمیره: ۰۰۴۹۲۲۸۴۲۹۴۸۰۹

او دا هم په فیسبوک کې زموږ ادرس: https://www.facebook.com/MyEscapeFilm/