1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زموږ ملکي ژمني به په افغانستان کي د ډير وخت دپاره يي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبه

دامريکا متحده ايالاتو او افغانستان پرون په واشنګتن کي ژمنه وکړه چي خپلمنځي اړيکي به نوري هم سره ټينګوي او د همکاريو ساحه به پراخوي تر څو د افغانستان څخه د متحده ايالاتو د جنګي ځواکونو د وتلو دپاره لاره هواره سي...

https://p.dw.com/p/NLwV
ولسمشر حامد کرزی او هيلري کلينټن په واشنگټن کي د خبرو پر مهال
ولسمشر حامد کرزی او هيلري کلينټن په واشنگټن کي د خبرو پر مهالانځور: AP

د داسي ژمني سره سره دواړي خواوي په افغانستان کي د اختلاس، اداري فساد او په يعني وخت کي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلو په ډيريدو سره خپلي اندېښنې څرګندي کړي دي.

د ګډو همکاريو دغه ژمنه پرون هغه وخت وسوه، چي جمهور رييس حامد کرزي د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيري هيلري کلينټن سره وليده.

کلينټن د ليدني کتني څخه وروسته د افغانستان او امريکاد متحده ايالاتو د « ګډي راتلونکي» خبره وکړه. تر هغه ورسته د دواړو هيودونو لوړ پوړو چارواکو د همکاريو پر مختليفو برخو لکه، د کرهڼي د سکتور د پرخوالو، د نشه يي توکو سره مبارزه او د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو د رزولو پر موضوعاتو باندي يې خبري وکړي.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري وويل: « اجازه راکړي چي يوه خبره په څرګنده توګه بيان کړم، هغه دا چي په افغانستان کي د نړيوال پوځي ماموريت په وړاندي د ګډ مسووليت په پام کي نيولو سره،موږ به د افغانستان خلک یوازي پرې نه ږدو»

هغې د خپلو خبرو په دوام کي وویل: « زموږ ملکي ژمني به په افغانستان کي د ډیري د پاره وي».

پدې ليدنه کتنه کي د افغانستان جمهور رییس وویل: « افغانستان په نړۍ کي د هغه یو هیواد په توګه مشهور دی، چي پر خپله ملګرتیا باندي ټینګ پاته کیږي».

کرزي کلینټن ته په خطاب کی وویل : « زه تاسو آغلي د بهرنیو چارو وزیر ته د افغاسنتان د خلکو په استازیتوب ویلای سم، چي موږ ستاسو له هیواد سره پر ملګرتیا او دوتسۍ ټینګ پاته یو.»

کلينټن او کرزی دواړو په ځینو مسایلو کي د افغانستان او متحده ایالاتو موافق نظر نه درلود، خو وویل چي دا اختلاف نظر به د هغوئ پر اړیکو باندي ناوړه اغېزي ونه کړي.

دواړو خواوو ځینو ځیږ مسایلو لکه د افغانستان په اداره کي اختلاس او ادراي فساد او د نړیوالو ځواکونو د خوا د ولسي وکړو مرګ ژولو ته اشاره وکړه.

امریکايي چارواکي اندېښنه لري، چي د افغانستان په حکومت کي اداري فساد دوام ښايي په متحده ایالاتو کي د کرزي څخه عامه ملاتړ ته تاوان ورسوي.

په عیني وخت کي کرزي په خپل هیواد کي د ملکي خلکو د ساتني خبره یو ځل بیا عنوان کړه او نړیواله ټولنه يې په افغانستان کي خپل ماموريت ته متوجه کړه.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل