1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زيلنسکي د خيرسون ښار د نيولو اعلان وکړ

۱۴۰۱ آبان ۲۱, شنبه

د اوکراین ولسمشر له خيرسون ښار څخه د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه ښار د نيولو خبر ورکړ. امریکا متحده ایالاتو د اوکراین له دغه اقدام څخه د ېوې «فوق العاده بريا» په توګه هرکلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/4JQb0
په خیرسون کې اوکرایني زغرول ټانک د نومبر ۹مې ۲۰۲۲ انځور
په خیرسون کې اوکرایني زغرول ټانک د نومبر ۹مې ۲۰۲۲ انځورانځور: Metin Aktas/AA/picture alliance

د اوکراین د بهرنيو چارو وزير، ديميتري کوليبا، د خيرسون ښار تر نېولو وروسته وويل چې «موږ په سېمه کې د جګړو د ګټلو په حال کې ېو، خو جنګ ادامه لري.» د تورې بحيرې په څنډه کې پروت دغه بندري ښار، روسېې پر اوکراین د خپل ۹ میاشتني یرغل په جریان کې تصرف کړی وو چې په وروستيو کې ېې ورڅخه خپل ځواکونه بېرته په شا کړل.

د اوکراین پارلمان له خوا پر ټولنيزو رسنیو خپره شوې ېوه ويډيو کې ښکاري چې د خلکو يوه کوچنۍ ډله چې د خيرسون ښار په مرکزي چوک کې له اور څخه راچاپير ولاړ دي، د اوکراین ملي سرود زمزمه کوي.

پر بريښنايي زيربناوو د روسي حملو ادامه؛ له خیرسون ښاره د ملکيانو د فوري وتلو امر

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي، پر ټيلګرام لیکلي دي چې «د ځانګړو ځواکونو قطعات د ښار منځ ته داخل شوي دي.» زيلنسکي يوه ويډيو هم خپره کړې چې پکې اوکرايني ځواکونه ښکاري چې د سیمې له اوسيدونکو سره راټول شوي دي.

اوکراینیان د خيرسون ښار د ازادۍ چوک کې راټول شوي او خوښي لمانځي
اوکراینیان د خيرسون ښار د ازادۍ چوک کې راټول شوي او خوښي لمانځيانځور: REUTERS

د خيرسون په شاوخوا ۵۰ کيلومترۍ کې د روغتيايي څانګې يوه قوماندان، اندري ژولوب، وويل چې خلکو ورته په ورين تندي ښه راغلاست ویلی او ګلدوزي شوي روي پاکونه یا مخ پاکونه ېې ورکړي. هغه وويل: «موږ دغه روي پاکونه د خپلو موټرو د ښایست له پاره لګولي دي.»

آیا په خيرسون کي د روسیې مقاومت مات سوی؟

دغه قوماندان د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ ماشومان لېدل چې موږ خوا ته ېې منډې وهلې او موږ ته ېې ستړې مشې ویل.»

خیرسون ته د نژدې ایالت ميکولایف والي، ويتالي کيم، وويل چې په سويل کې د کينبرن له دماغې پرته نوره ټوله سيمه بېرته د اوکراینيانو په کنټرول کې راغلې ده. میکولایف د اوکراین هغه سیمه ده چې روسي ځواکونو د ډيرو جنګونو سره سره ونه شوه نيولی.

راتلونکی سوړ ژمی او په خيرسون کې د جګړې شدت

کيم پر ټيلګرام ليکلي دي: «اوس دا رسمي ده: د میکولایف ټوله سیمه (له کینبورن پرته) آزاده شوې ده.»

امریکا متحده ايالاتو د شنبې په ورځ له روسانو څخه د خيرسون ښار د بېرته نيولو اقدام د اوکراینيانو د ېوې «فوق العاده بریا» په توګه ستایلی دی. د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنيت سلاکار، جیک سيليوان وويل: «دا یوه ستره شیبه ده چې دلیل ېې د اوکراینينانو د نه منلو وړ وړتيا او مهارت دی، کوم چې د متحده ایالاتو او زموږ د شریکانو په ملاتړ کې شونې شوې ده.»

په کیف کې خلک د نومبر په یوولسمه شپه مهال د خیرسون ښار د نیولو په موخه خوشالی کوي
په کیف کې خلک د نومبر په یوولسمه شپه مهال د خیرسون ښار د نیولو په موخه خوشالی کويانځور: Genya Savilov/AFP/Getty Images

خو د اوکراین د بهرنيو چارو وزير، کوليبا خبرداری ورکړ چې کیف لا هم ويني چې «روسیه د خپلو عسکرو د بسیج کولو په حال کې ده او لا ډيرې وسلې اوکراین ته راوړي.»

اوکراين له اشغال شويو سيمو څخه «ډله ایز جبري انتقال» غندلی

هغه د استرالیا له صدراعظم، انتوني آلبانیز، سره د ېوې غونډې پر مهال له لويديځ څخه د ملاتړ د ادامې غوښتونکي شو. هغه زیاته کړه: «زه پوهیږم چې هر څوک غواړي چې دغه جګړه څومره چې ژر کيږي پای ته ورسیږي.»  

تر دې وړاندې اوکراین ويلي وو چې روسي ځواکونو په خیرسون ښار کې د تلویزيون آنټن ویجاړ کړی او بريښنايي زيربناوې ېې په پراخه کچه ويشتلي او دغه ښار ېې په داسې حال چې برېښنا ېې نه درلوده، ترک کړی دي.

زیلنسکي د نظامي بریالیتوبونو خبر ورکړی دی

په رپوټ کې زیاته شوې چې اوکرایني ځواکونه اوس هڅه کوي چې د محلي شبکې تر ویجاړیدو وروسته اوس دغه ښار د اوکراین تلویزیون له نشراتو سره ونښلوي.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل