1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

زیلنسکي د فرانسوي ټانکونو د ورکړي هرکلی کړی

۱۴۰۱ دی ۱۵, پنجشنبه

د اوکراین جمهوررئیس، ولود یمیر زیلنسکي د فرانسوي اکتشافي ټانکونو ورلیږل د نورو غربي هیوادونو له پاره یو ښه زیګنال بللی.

https://p.dw.com/p/4Lly6
Französische Truppen an der Elfenbeinküste, Panzer
انځور: AP

هغه پخپل ورځني ویدیويي پیغام کي د دې موضوع په هکله د فرانسې د جمهوررئیس، ایمانوییل ماکرون د«رهبري کونکي رول» څخه مننه وکړه. په خبر ه یې په دې ډول سره فرانسې د اوکراین نظامي ملاتړ یوې «نوي مرحلې » ته لوړ کړ. 

ماکرون، زیلنسکي ته د اکتشافي- AMX-10 RC ټانکونو د ورلیږلو وعده ورکړې وه. دغه ټانکونه غټي مرمۍ لري او تر ټولو دمخه په اکتشافي عملیاتو کي په کار لویږي. خو داچي فرانسه څومره ټانکونه او څه وخت یې ورلیږي، تر اوسه پوري معلومه نه ده.