1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیهوفر: کډوالي د «ټولو ستونزو مور ده»

۱۳۹۷ شهریور ۱۵, پنجشنبه

د رسنیو د رپوټونو له مخې د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د دغه هيواد په زاکسن ايالت کې مظاهرو ته تفاهم ښکاره کړی دی. د آلمان په کیمنيڅ ښار کې ښي اړخو افراطیانو څو ورځې احتجاجونه وکړل.

https://p.dw.com/p/34PPp
Pressekonferenz mit Horst Seehofer
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د مسیحي سوسیال (سي اس یو) ګوند د فعالیتونو د ارزونې د یوې غونډې په څنډه کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د لومړي ځل له پاره په کيمنيڅ کې د شوو پيښو په هکله څرګندونې کړي دي.

دغه رپوټ «دي ویلت» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د غونډې د ګډونوالو د کړیو په حواله ورکړی دی. د رپوټ له مخې زیهوفر ویلي دي کله چې خلک غوسه وي دی د دې ادراک لري او دا په دې معنی نه ده چې هغوی نازیان دي.

د «بېلد» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د داخلي کړیو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د کيمنيڅ پيښو په پام کې نیولو سره زیهوفر ویلي دي: «په لومړي ځای کې وحشیانه جنایت قرار لري.» د هغه په خبره دغه کړني به داسې بحثونه راپورته کوي چې اصلي عمل به پکښې کوم نقش نه لري.

لکه څرنګه چې «ویلت» او«بیلد» ورځپاڼو په یوه خوله رپوټ ورکړی دی، زیهوفر ویلي دي چې کډوالي «د ټولو ستونزو مور ده.»

په کيمنيڅ کې د یوه ۳۵ کلن آلماني تر وژل کیدو وروسته په دغه ښار کې څو ورځي ښی اړخو مارشونه وکړل.

په دغه ترڅ کې پر بهرنیانو او خبریالانو حملې هم وشوې. دوه شکمن کسان چې یو عراقی او بل یې سوریایي دی د ياد آلماني د قتل په شک په توقیف کې دي. د سه شنبې له ورځې راهیسې د یوه دریم شکمن کس لټون روان دی.

زموږ له آرشیف څخه: