1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ساويانو: «د دولت کمزوري ماشومان په مجرمينو بدلوي»

۱۳۹۶ اسفند ۲۰, یکشنبه

د آلمان د کولن ښار د ادبياتو د روان فستيوال په ترڅ کې د روبرتو ساويانو کتاب چې «د ماشومانو ډله» نوميږي، معرفي کيږي. امنيتي تدابير ډېر شديد دي. هيڅوک اجازه نه لري چې خپله کورتۍ يا خپل بکس له ځان سره دننه واخلي.

https://p.dw.com/p/2u788
Symbolbild Verhaftung
انځور: Fotolia/Bestart

روبرتو ساويانو د لسو کلونو راهيسې د پوليسو تر څارنې او حفاظت لاندې ژوند کوي. له ده سره تل ساتونکي ګرځي. دغه ايټالوي ليکوال ته د مافيا د مجرمې ډلې له خوا د قتل ګواښونه کيږي. دا په داسې حال کې چې هغه په کولن کې د خپل کتاب د لوستلو پر وخت ډېر آرام ايسي. هغه وايي چې تر ټولو ښه حفاظت ورته د عامو خلکو د پاملرنې له کبله ور په برخه شوی دی.
د دولت کمزوري او د ځوانانو له خوا جرمونه

ساويانو خپل کتاب په اوله صفحه کې لا «د ګناه کارو او ګرمو مړو بې ګناهۍ ته» ډالۍ کړی دی. دا د کتاب هغو ځوانو اصلي لوبغاړو ته اشاره ده چې د کيسي په ترڅ کې ورڅخه عاملين او مظلومان جوړيږي. د پړې يا ګناه او بې ګناهۍ تر منځ سرحد په شعوري توګه له منځه وړل شوی دی. که له بې ګناه ماشومانو څخه ظالمانه قاتلين جوړ شي، نو آيا دولت پکې پاته راغلی نه دی؟ د ايټالوي ليکوال د اثر اصلي پوښتنه همدا ده. دغه کتاب په ايټاليا کې په ۲۰۱۶ کال کې خپور شوی او اوس په آلماني ژبه هم راوتلی دی. ساويانو په ښکاره ډول وايي چې په تېره جرمنيان بايد دغې موضوع ته متوجه شي، ځکه چې ډېر خلک په دې نظر دي چې مافيا يوازې يوه ايټالوي، روسۍ يا البانيايي پديده ده، خو آلمان د هغه په خبره د مجرمينو په حلقاتو کې اوس په يو نوي خوندي ځای اوښتی دی. په دغه رومان کې ډېر تياره اړخونه تشريح شوي دي. له دې کبله يې اصلي لوبغاړي غواړي چې په خپل ژوند کې د کږو لارو په نيولو سره وځليږي. هغوی دغه يو هدف ځان ته ټاکلی دی: يعنې ډېر ژر پيسې ګټل. دغه لس هلکان چې د نياپل په مرکز کې له فورسېلا څخه راځي، غواړي چې دغه ياده ناحيه خپله ناحيه وګرځوي، دلته باداري وکړي او قوماندې ورکړي. هغوی ظلم او تشدد ته لېواله او چمتو دي او په دې توګه ډېر ژر د انسانيت پولې شا ته پرېږدي.
د کبانو او جالونو په هکله

د ساويانو د کتاب اصلي عنوان «لا پارنڅا دئي بامبيني» دی، چې په ايټالوي ژبه کې داسې يو تصوير او انځور دی چې په رومان کې تل  پسې تکراريږي. «پارنڅا» په ايټالوي کې بېلې معناوې لري، هغه د کبانو د نيولو يوه طريقه هم ده چې کبان يې د شپې له خوا د رڼا په مرسته په جالونو کې کښېوځي. په تېره واړه کبان په دغه متود ژر تېروځي. خو د نياپل يا نېپلس په خليج کې «پارنڅا» يوې ډلې مجرمينو ته هم ويل کيږي. د فورسېلا دغه ځوانان هم په اول سر کې د هغوی د مشر نيکولاس تر لارښوونې لاندې د قدرت تږي زلميان دي چې له ټولنيزو حدودو څخه اوړي. د رومان د کيسې په ترڅ کې هغه وار په وار پسې لا ظالمو مرجمو حلقاتو ته لاره پيدا کوي. له وړو کبانو څخه په اصطلاح نهنګان جوړيږي.

د حقيقت او خيال تر منځ چکر

«د ماشومانو ډله» د ساويانو لومړنی رومان دی وروسته له هغه چې د منظمو او سازمان شويو جرمونو په هکله يې ډېرې پلټنې او څېړنې هم کړې دي. د پلټنو په نتيجه کې يې په ۲۰۰۶ کال کې د «ګومورها» په نوم د نياپل د مافيا په هکله کتاب ليکلی و چې ډېر ښه خرڅ شو. له دې کبله ورته د مجرمينو د مشرانو پام هم واوښته چې له کبله يې دی اوس د پوليسو تر حفاظت لاندې په بېلابېلو ځايونو کې ژوند کوي. هغه وايي چې ژوند يې د نظربندۍ په څېر دی. يوه خبره چې دی تر ټولو زياته ځوروي، دا ده چې د نياپل ځينې اوسېدونکي ورته «سپوتا ناپولي» وايي چې دغه ښکنځله هغه چا ته استعماليږي چې په خپل اصلي وطن او ټاټوبي باندې، د دې پر ځای چې ښکلا او ښايست يې وستايي، لاړې تو کوي.

Buchcover - Der Clan der Kinder von Roberto Saviano
د مجرمو ماشومانو او زلميانو په اړه د ساويانو نوی رومانانځور: Hanser Literaturverlag
Der Italienische Autor Roberto Saviano auf der Lit Cologne
روبرتو سالويانو د ليتکولون يعنې د کولن د ادبياتو په فستيوال کېانځور: Imago/Horst Galuschka

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (26.02.2017):