1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

ستولتنبرګ: د اوکراین واقعي ځای په ناټو کې دی

۱۴۰۲ فروردین ۳۱, پنجشنبه

د ناټو مشر ينس ستولتنبرګ، کیف ته د خپل ناببره سفر په ترڅ کې وويل چې د اوکراین راتلونکې په ناټو کې ده. په عین حال کې مسکو ويلي دي چې د اوکراین د غړیتوب مخنیوی ورته د یو مهم هدف په توګه پر خپل ځای پاته دی.

https://p.dw.com/p/4QMhc
د ناټو مشر ينس ستولتنبرګ
د ناټو مشر ينس ستولتنبرګانځور: Alina Yarysh/REUTERS


دا پر اوکراین د روسېې تر پوځي یرغل وروسته چې ۱۴ میاشتې يې کیږي، کیف ته د ستولتنبرګ لومړی سفر دی. نوموړي په کیف کې د اوکراین له ولسمشر، ولودیمیر زيلنسکي سره د یو ګډ خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وويل: «اجازه راکړئ چې روښانه ېې کړم: د اوکراین حقيقي ځای په يورو-اتلانتيک کورنۍ کې دی. د اوکراین واقعي ځای په ناټو کې دی. د وخت په اوږدو کې زموږ ملاتړ به تاسو سره مرسته وکړي چې دغه څه ممکن شي.»

هغه ژمن شو چې د اوکراین پوځي ملاتړ ته به ادامه ورکوي او زیاته يې کړه چې د ناټو متحدينو تر اوسه په لسونو زره اوکرایني سرتيرو ته پوځي روزنې ورکړي او د ۶۵ ميليارده يورو په ارزښت پوځي مرستې ېې ورته برابرې کړي دي. 

ورته نور ولولئ:  آلمان خپل دافع هوا سيستم اوکراین ته سپارلی دی

ستولتنبرګ وويل په جولای میاشت کې د لیتوانیا په ویلنیوس ښار کې د ناټو سرمشريزې ته د زیلنسکي تر دعوت کولو مخکې، «ناټو اوس او هر څومره وخت چې نيسي، ستاسو ترڅنګ ولاړه ده.»

هغه زیاته کړه چې د ناټو په تړون کې د اوکراین د غړیتوب او دغه هیواد له پاره د امنیتي ضمانتونه موضوعات به د سرمشريزې د اجندا په سر کې ځای ولري.

دا پر اوکراین د روسېې تر پوځي یرغل وروسته چې ۱۴ میاشتې يې کیږي، کیف ته د ستولتنبرګ لومړی سفر دی.
دا پر اوکراین د روسېې تر پوځي یرغل وروسته چې ۱۴ میاشتې يې کیږي، کیف ته د ستولتنبرګ لومړی سفر دیانځور: Alina Yarysh/REUTERS

ستولتنبرګ دا هم وویل چې زیلنسکي سره د ناټو د ملاتړ پر یو پروګرام ېې خبرې کړي دي. ترڅنګ ېې د ډنمارک او نیدرلند (هالند) هیوادونو د پنجشنبې ورځې اعلاميې ته اشاره وکړه چې دغه هیوادونه پلان لري د ۲۰۲۴م کال له پیل څخه به اوکراین ته ۱۴ نور ليوپارډ ۲ جنګي ټانکونه ورکړي.

ورته نور ولولئ: د واگنر ملیشې ډلې مشر په اوکراین کې د جگړې بندولو غوښتنه کړې

د رومانیا په پلازمېنه بخارست کې د ناټو د ۲۰۰۸م کال په سرمشرېزه کې پر دې توافق وشو چې اوکراین به په نهایت کې د ناټو یو غړی ګرځي، خو تر هغه وروسته په دې تړاو د رهبرانو له خوا داسې کوم جدي اقدامات چې وشي کړی دغه هیواد د ناټو غړیتوب ته ورنژدې کړي، ترسره نه کړل.

د ناټو سرمنشي په اوکراین کې د روانې جګړې په هکله وويل: «موږ نه پوهيږو چې دغه جګړه به څه وخت پای ته رسيږي، خو په دې پوهیږو چې د روسېې یرغل یوه زهرجنه نمونه ده چې باید ودرول شي.»

ورته نور ولولئ: ستولتنبيرګ: اوکراين د ناټو تر توليد ډېر مهمات کاروي

دا په داسې حال کې ده چې د کریملین ویاند، دیميتري پسکوف د سه شنبې په ورځ وویل چې د ناټو له غړیتوب څخه د اوکراین مخنیوی د مسکو له پاره د یو مهم هدف په توګه پر خپل ځای پاته دی. هغه چې په یو خبري کنفرانس کې يې خبرې کولې، خبریالانو ته وویل چې د اوکراین الحاق به «زموږ هیواد او زموږ د هیواد امنیت ته یو جدی او د پام وړ ګواښ وي.»

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: