1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ستولتنبرګ: له روسیې سره بله سړه جګړه نه غواړو

۱۳۹۷ تیر ۶, چهارشنبه

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې روسیه پر پرمختللو وسلو باندې ډیرې پیسې لګوي، چې «د دې هیواد له خوا د اتومي وسلو د کارولو سرحد رانزدي کوي».

https://p.dw.com/p/30OPE
Russland Tag des Sieges Militärparade in Moskau
انځور: Reuters/M. Shemetov

ینس ستولتنبرګ ویلي دي چې روسیه په وروستیو وختونو کې نوې وسلې جوړوي چې په هغو کې اتومي او غیري اتومي وسلې شاملې دي. د ناټو مشر په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې دغه نوي وسلې په یوې احتمالي جګړه کې د روسیې له خوا د اتومي وسلو د استعمال له پاره ټاکل شوی سرحدونه نزدې کوي. هغه وویل: «دا ډیره مهمه ده چې د دې موضوع مخه باید ونیوله شي.»

ستولتنبرګ روښانه کړې ده چې ناټو هم د روسیې د دغو اقداماتو په ځواب کې خپلي دفاعي وړتیاوې لوړې کړې دي او غواړي چې هر احتمالي مخکې راتلونکي ته داسې یو روښانه پیغام واستوي چې دغه پوځي سازمان به د خپلو ټولو غړو ساتنه وکړي.

ستولتنبرګ ویلي دي: «موږ د خپلو ځواکونو د چمتوالي کچه لوړه کړې ده او د ایتلاف خیتځې برخې، پولند او بالکان هیوادونو، ته مو لا ډیر ځواکونه استولي دي.»

Nemtsova Interview mit dem  NATO-Generalsekretär Jens Stoltenberg
د دویچه خبریاله ژانه نیمستوه د ناټو له مشر ینس ستولتنبرګ سره د مرکې په حال کېانځور: DW

دغه چارواکي ټینګار کړی دی چې د ناټو د دې اقداماتو هدف د روسیې یا کوم هیواد پارونه نه، بلکي د تعادل رامنځ ته کول دي. هغه ویلي: «موږ د یوې نوې سړې جګړې غوښتونکې نه یوو. موږ د وسلو نوې سیالۍ نه غواړو او نه غواړو چې روسیه څنډې ته کړو. روسیه زموږ ګاونډی هیواد دی او پاتیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې هیواد یې نوی اټوم جوړوي او دا چې لویدیځ هیوادونه د روسیې په محدودولو کې پاتې راغلي دي.

ستولنتنبرګ د روسیې د پوځي وړتیاو په اړه د جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده، خو روښانه کړې یې ده چې ناټو د دغه شان اقداماتو ځواب ورکولو ته چمتوالی غواړي.