1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ستولتنبيرګ د ډیرو وسلو د تولید غوښتنه کړې

۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبه

په اوکراین کي د جنګ اوږدیدو ته په کتو سره د ناټو عمومي منشي، ینس ستولتنبیرګ د غربي نظامي اتحاد څخه د وسلو او نظامي تجهیزاتو د ډیر تولید غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4LeH4
Rumänien Bukarest | Treffen der NATO-Außenminister | Jens Stoltenberg, NATO-Generalsekretär
انځور: Andrei Pungovschi/AFP/Getty Images

دغه نارویژي تیره یکشنبه د بریتانوۍ راډیويي خپروني، بي بي سي ۴ سره په یوه مرکه کي وویل: «موږ ډیرو مرمیو او تجهیزاتو ته ضرورت لرو». په خبره یې د وسلو د سیسټمونو ثابت ساتل، چي مخکي اوکراین ته لیږل سوي دي، هغومره مهم دي، لکه حداقل اوکراین ته د وسلو لیږلو پر سر بحثونه. 

هغه همدارنګه وویل، چي ناټو باید داسي ځان عیار کړي چي تر ډېره وخته د اوکراین ملاتړ وکړي، ځکه د روسیې څخه تر اوسه پوري داسي شواهد او قراین نه دي لیدل سوي چي د خپل اصلي هدف، یعني اوکراین د اشغالولو څخه دي تیره سوې وي.