«سرتیریه! زما وینه تر تا سره نه ده»
افغان نامتو سندرغاړي فرهاد دریا، په کابل کې د ملي اردو سرتیرو ته د وینې ورکولو یو کمپاین په لاره واچوه. هغه د ولسمشر غني په گډون پر ډیر شمیر افغان چارواکو باندې غږ وکړ چې په دې کمباین کې گډون وکړي او نور کسان هم وهڅوي.
فرهاد دریا د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ملي اردو سرتیرو ته د وینې ورکوونې کمپاین پیل کړ.
دغه کمپاین «سرتیریه! زما وینه تر تا سره نه ده» په شعار پیل شو.
په دې کمپاین کې هر وینه ورکوونکي پر څو تنو نور کسانو باندې غږ کوي چې خپله وینه ورکړي او بیا نور کسان هم ونومي. په انځور کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي تر وینې ورکوونې وروسته ښول کیږي.
د کمپاین نوم «څاڅکی څاڅکې له دریا سره» دی. افغان نومیالي سندرغاړي فرهاد دریا، چې دغه کمپاین یې پیل کړی دی ویلي دي چې په دې اړه یې پریکړه په تلویزیون کې د یوې چاودنې په اړه د یوه پیړنې رپوټ تر لیدو وروسته وکړه.
په دې کمپاین کې د مدني ټولنې یو شمیر غړو هم گډون وکړ.
فرهاد دریا وویل چې دغه کمپاین سیاسي موخه نه لري. هغه پر ولسمشر غني، لومړۍ میرمنې، اجرائیه رييس، د روغتیا او دفاع وزارت پر سرپرستانو غږ وکړ چې په دې کمپاین کې وینه ورکړي.
فرهاد دریا وویل چې کمپاین به یې ادامه پیدا کړي او ډیر شمیر کسان به وهڅوي چې به کې گډون وکړي.
په وروستیو وختونو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات د یاغیانو د بریدونو د ډیریدو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له کبله ډیر شوي دي.
د ملي دفاع وزارت چارواکو ویلي دي چې دغه شان کمپاینونه کولای شی چې د ملي اردو د سرتیرو له مورال سره مرسته وکړي.