سریلانکا: «جلاد» ته اړتیا لرو
۱۳۹۷ اسفند ۳, جمعهد دغه هيواد په دولتي ورځپاڼه «Daily News» کې داسي اعلان خپور شوی چې پکښې له خلکو څخه غوښتل شوي دي چې د «جلاد دندې ته» خپل غوښتنليکونه ور ولېږي.
د سریلانکا حکومت پریکړه کړې ده څو تر دې وروسته د دې هیواد محکمې د «اعدام سزا» پلي کړي. په کولمبو کې د سریلانکا حکومت د «اعدام سزا» تر عملي کیدو وړاندي هم د «جلادانو» د کار ځایونو له پاره یو شمیر اعلانونه خپاره کړي ول.
په دې اعلانونو کې ویل شوي ول چې د دې کار له پاره علاقمند کسان باید له ذهني پلوه غښتلی وي. سربیره پر دې، د دندې په شرایطو کې راغلي ول چې د اعدام د پړي کش کوونکي له پاره، احتمالي کاندید باید له اخلاقي پلوه ښه انسان او عمر یې هم باید د ۱۸ او ۴۵ کلونو ترمنځ وي.
د حکومت له لوري جلادانو ته په میاشتیني ډول ۳۶۴۱۰ سریلانکايي روپۍ چې شاوخوا ۲۰۸ ډالره کیږي، تنخوا په پام کې نیول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د سریلانکا ولسمشر میتري پالا سري سینا ویلي دي چې په هیواد کې یې له تیرو ۴۲ کلونو راهیسې د اعدام سزا منع کړل شوې وه. د سري سینا په خبره په راتلونکو دوو میاشتو کې به دغه بندیز له مخې لیرې کړل شي او د اعدام سزا به عملي بڼه غوره کړي.
نوموړي د دې هیواد پارلمان ته په خپلو خبرو کې وویل چې حکومت یې د نشه يي موادو اړوندو مجرمینو باندي د مرګ سزا پر عملي کولو سربیره د دغو موادو له امله د پیښیدونکو جرمونو پرضد د شدیدو اقداماتو د عملي کولو پریکړه کړې ده.
د سریلانکا ولسمشر د بشري حقونو له سازمانونو څخه وغوښتل چې د اعدام سزا د پلي کیدو له کبله دې د سریلانکا پر حکومت فشار نه راوړي.
د جنوبي آسیا په دې هیواد کې په وروستیو کلونو کې د قتل، جنسي تیري او د نشه يي توکو اړوند جرمونو له کبله د مرګ سزا په عمري بند تبديليږي.
بل لوري ته د سریلانکا د چارو کتونکي په دې باور دي چې د سریلانکا ولسمشر د نشه يي توکو مجرمینو ته د مرګ سزا د ورکړي انګیزه، له فلیپین څخه د خپل وروستي سفر پرمهال ترلاسه کړې ده.
اوس د سریلانکا په زندانونو کې ۳۷۶کسان چې د مرگ په سزا محکوم شوي دي، پراته دي. د دې هیواد د عدلیې وزیر تهالتها اتهوکورالي، په وینا په دې شمیر کسانو کې د نشه يي توکو اړوند ۱۸ داسې مجرمین دي چې ورباندي د اعدام سزا د عملي کیدو امکان موجود دی.
د سریلانکا د زندانونو د چارواکو په حواله، اوس د اعدام سزا د عملي کولو له پاره «جلادان» نه دي موندل شوي، خو هیله څرګندوي چې په نیږدې راتلونکې کې به، په دې برخه کې یو شمیر کسان په دندو وګمارل شي.