1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي د لومړي ځل له پاره یوه ښځه په امریکا کې سفیره وټاکله

۱۳۹۷ اسفند ۱۰, جمعه

سعودي عربستان د لومړۍ ښځینه سفیرې په توګه د امریکا له پاره د ولیعهد محمد بن سلمان د ورور پر ځای شازادګۍ ریما بنت بندر السعود ګمارلې. دا په داسې حال کې ده چې سعودي د ښخو د حقونو په برخه کې یو لړ ترقي خواه اقدامات کړي.

https://p.dw.com/p/3EJHf
Reema Bint Bandar Al Saud saudi-arabische Prinzessin
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

د تیرې یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د فبروري میاشتې په ۲۴ نیټه) سعودي عربستان د امریکا متحده ایالاتو له پاره د لومړنۍ ښځنیه سفیرې په توګه شازادګۍ ریما بنت بندر السعود وټاکله. په دې ترتیب سره به دا د سعودي عربستان په شاهي نظام کې لومړۍ میرمن وي چې په یوه لوړ دیپلوماتیک مقام کې دنده ترسره کوي.

شازادګۍ ریما د سعودي عربستان د پاچا د ځوی او د دې هیواد د ولیعهد محمد بن سلمان د کشر ورور پر ځای په امریکا کې سفیره ټاکل شوې ده. ټاکل شوې چې په امریکا متحده ایالتو کې د سعودي عربستان پخوانی سفیر خالد بن سلمان السعود به بیرته سعودي عربستان ته راستون شي او د دې هیواد د ملي دفاع په وزارت کې به د مرستیال په توګه دنده پیل کړي.

په امریکا کې د سعودي عربستان نوې ګمارل شوې سفیرې شازادګۍ ریما، پر خپل ټویټر ټولنیزې پاڼې باندې په دې اړه لیکلي: «د خدای په اجازه به د خپل هیواد، د دې هیواد د مشر او ټولو بچیانو له پاره خدمت وکړم او په دې برخه کې به تر پایه پورې له هیڅ راز هڅو سپما ونه کړم.»

په امریکا کې دوه لسیزې ژوند

د شازاداګۍ ریما پلار بندر بن سلطان السعود، هم تر دې وړاندې په امریکا متحده ایالاتو کې د سعودي عربستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده. د سعودي دغې شازادګۍ نزدې ۲۰ کاله په امریکا متحده ایالاتو کې ژوند کړی دی. هغې د امریکا په جورج واشنګټن پوهنتون کې لوړې زده کړې کړي او د لوړو زدکړو تر پای ته رسولو وروسته بیرته خپل پلرني ټاټوبي سعودي عربستان ته راستنه شوې ده.

مخکې له دې چې شازاداګۍ ریما د سعودي عربستان د سپورټ په عمومي اداره کې په کار پیل وکړې، هغې په خصوصي سکتور کې کار کوه. د دې شاهي نظام د سپورټ په اداره کې د دندې پر مهال ریما د ښځو د غښتلي کولو او د سپورټ په ډګر کې د میرمنو د لا ډیرې ونډې له پاره هلې ځلي وکړې.

په امریکا متحده ایالاتو کې د سفیرې په توګه د هغې ټاکل کیدل داسې مهال اعلانیږي، چې سعودي عربستان په دې وروستیو کلونو کې ښځو ته تر پخوا ډیره آزادي ورکړې ده. همدا تیر کال سعودي عربستان  میرمنو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه.

خو پر دې ټولو سربیره، له نفتو غني دغه هیواد د میرمنو د حقونو یو شمیر فعالې څیرې هم نیولي او زنداني کړي دي. دغه ښځې د سعودي له خوا د عقیدي د احتمالی اختلاف لرونکو پر ضد د یوه پراخ کمپاین په ترڅ کې نیولې شوې دي. د دې هیواد میرمنې اړ دي چې د واده، د پاسپورټ د ترلاسه کولو او بهرنیو هیوادونو ته د سفر په برخه کې له خپل نارینه کفیل څخه اجازه ترلاسه کړي.

سخت ماموریت

شازاداګۍ ریما د واشنګټن او ریاض د اړیکو د بیا ښه کولو سخت کار په مخ کې لري. د دواړو هیوادونو اړیکې په استنبول کې د سعودي عربستان په قنسلګري کې د واشنګټن پوست ورځپانې لیکوال جمال قاشجقي، تر وژل کیدو وروسته کړکیچنې شوې.

Leute halten Bilder von Jamal Khashoggi während der Demonstration vor dem saudi-arabischen Konsulat
انځور: imago/Depo Photos

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس یو شمیر غړي ټینګار کوي چې د جمال خاشقجي د قتل پلان د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان، له خوا جوړ شوی وو. سربیره پر دې د کانګرس دغه غړي د یمن په کورنۍ جګړه کې د ونډې له کبله هم پر سعودي عربستان نیوکې کوي.

خو سعودي عربستان، په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د بهرني سیاست په مرکز دی. ولسمشر ترمپ د قاشقجي تر وژل کیدو وروسته له سعودي عربستان سره د ۱۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د  وسلو یو تړون ستاینه وکړه او د اوپیک سازمان له دې غړي هیواد سره د اړیکو دفاع یې وکړه. سربیره پر دې، د ترمپ ادارې په ټول سعودي عربستان کې د ګڼ شمیر هسته اې بریښنايي بټیو د جوړلو هڅې هم کوي. دغې موضوع په سپینې ماڼۍ کې د ملي امنیت او کاري اخلاقو یو شمیر چارواکي په اندیښنه کړي دي.