1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان د امریکا د سنا پریکړه لیک رد کړ

۱۳۹۷ آذر ۲۶, دوشنبه

سعودي عربستان د امریکا د سنا هغه پریکړه لیک رد کړ چې په مستقیمه توګه ولیعهد محمد بن سلمان، د جمال خاشقجي د وژنې له پاره ګرم ګڼي. ریاض پر واشنګټن باندې د خپلې واکمنۍ تر پوښتنې لاندې راوستلو تور پورې کړی دی.

https://p.dw.com/p/3AE9O
Saudi Arabien Mohammed bin Salman
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Owen

سعودي عربستان د امریکا متحده ایالاتو د سنا هغه پریکړه لیک په «کلکه» رد کړ، چې د منقد خبریال جمال خاشقجي د وژنې تور پر محمد بن سلمان لګوي. د امریکا سنا په یوه بل پریکړه لیک کې د سعودي عربستان په مشرۍ د یمن په جګړه کې له ائتلاف څخه د متحده ایالاتو د پوځي ملاتړ د ختمیدو غوښتنه کړې.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر ۱۷مه) سهار وختي په یوه خبر پاڼه کې وویل: «سلطنت په خپلو داخلي چارو کې هر ډول لاسوهنه او ټول هغه تورونه چې مشرتابه ته پکښې بې احترامي شوي وي په کلکه ردوي.»

په دغه بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې پریکړه لیک پر «بې بنسټه ادعاوو» ولاړ دی او د خاشقجي وژنه «یو خواشینونکی جرم دی چې د سلطنت او یا د هغې د بنسټونو پالیسي نه معکسوي».

د پنجشنبې په ورځ د خاشقجي د وژنې په هکله د پریکړه لیک سربیره د متحده ایالاتو د سنا مجلس یوه بل پریکړه لیک هم ومانه چې د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان په مشرۍ د یوه ائتلاف د پوځي ملاتړ د ختمیدو غوښتنه په کې شوې.

خاشقجي چې د واشنګټن پست ورځپاڼې له پاره یي مقالې لیکلي د سعودي عربستان تبع وو او په متحده ایالاتو کې یي د دایمي اوسیدو اقامه لرله. هغه په خپلو لیکنو کې په منظم ډول د سعودي د رژیم له لوري د بشري حقونو پر نقضیدو نیوکې کولې. خاشقجي د اکتوبر په دوهمه نیټه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تر ورتلو وروسته ووژل شو. هغه د دې له پاره قونسلګرۍ ته تللی وو چې له خپلي ترکۍ نامزدې سره د واده له پاره اړین اسناد تر لاسه کړي.

د دې شواهدو سربیره چې ښيي بن سلمان د دغې وژنې تر شاه لاس لري، سعودي عربستان ادعا کوي چې دا یو ډول خپلسري عملیات وو. د متحده ایالاتو سناتورانو د سعودي ضد دغه پریکړه لیکونه د دې نارضایتي وروسته تصویب کړل چې ترمپ د قاشقجي له وژنې څخه د ولیعهد د لیرې کولو هڅه کوي. د پریکړه لیک په تصویبولو کې د ترمپ د خپل جمهوري غوښتونکي ګوند سناتورانو هم نقش لره. خو په دغه پریکړه لیک باندې د استازو په مجلس کې د جنورۍ څخه تر مخه بحث نه شي کیدی.