1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي عربستان ۳۷ کسان د «ترهگرۍ» په جرم اعدام کړي دي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۴, چهارشنبه

سعودي عربستان اعلان کړی دی چي پر هغو ۳۷ کسانو يې د اعدام حکم عملي کړی دی چي په «ترهگرۍ» محکوم سوي ول. دغه تورن کسان دوې ورځي وروسته له هغه اعدام سول چي په رياض کي د پوليسو پر يوه مرکز يرغل وسو.

https://p.dw.com/p/3HKCC
Saudi-Arabien Al-Hair Gefängnis in Riad
انځور: Getty Images/AFP/B. Qabalan

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي دغه کسان چي د «ترهگرۍ» په جرم محکم سوي ول، د سه شنبې په ورځ اعدام سول.

پر دغو کسانو باندي د ترهگرۍ د ايډيالوژۍ، تروريستي شبکې جوړولو، په چاودېدونکو موادو سره پر امنيتي دفترونو يرغلونه او د ځينو امنيتي کسانو د وژلو تورنه لگول سوي ول.

د هغي اعلاميې له مخي چي د سعودي رسمي خبري آژانس ته لېږل سوې ده پکښې راغلي دي چي مخکي تر دې چي د سلطنتي فرمان له مخي د تورنو کسانو د اعدام حکم عملي سي، ياد تورونه د دغه هيواد د لويي څارنوالۍ او ستري محکمې له خوا بررسي سوي ول.

په اعلاميه کي نه دي راغلي چي د دغو کسان اعدام څرنگه ترسره سوی دی، خو ليکلي يې دي: «د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت په دې علاميې سره غواړي روښانه کړي چي، هغه کسان چي د دغه هيواد امنيت او ثبات ته تاوان ورسوي، جدي کړنه به ورسره کيږي.»

د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس ليکلي دي چي دغه کسان په رياض، مکه او مدينه، د قصيم ولايت مرکز او ختيځ ولايت کي اعدام سوي دي.

العربيه تلويزيون راپور ورکړی دی چي دغه اعدامونه دوې ورځي وروسته له هغه کيږي، چي څلورو بريد کوونکو د رياض ولايت په کوچني ښار «زلفی» کي د پوليسو پر مرکز يرغل وکړ. په دغه يرغل کي ټول بريد کوونکي ووژل سول.

د بشري حقونو د څار سازمان ويلي دي چي د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت د اعلاميې پر اساس، د دغه هيواد چارواکو په ۲۰۱۸م کال کي ۱۳۹ کسان اعدام کړي دي. د دغو کسانو ډيری د قتل او مخدرو موادو اړوند جرمونو په سبب اعدام سوي دي.

R.sh/N.Z(AFP,AP,dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب