1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي له پاکستان سره نوره مالي مرسته کوي

۱۳۹۸ خرداد ۲, پنجشنبه

سعودي عربستان له اقتصادي رکود سره مخامخ اټومي هیواد پاکستان سره نوره مالي مرسته کوي. ریاض غواړي پاکستان ته له جولای میاشتي څخه د درو کلونو له پاره د ۳،۲ ميلیارده ډالرو په ارزښت تیل ولیږي.

https://p.dw.com/p/3IyML
Mohammad bin Salman in Pakistan Imran Khan
انځور: Reuters

دغه خبره د پاکستان د مالیې وزیر عبدل حافظ شیخ وکړه او ویې ویل چي پاکستان به هرکال په وقفې سره دغه پیسې بیرته سعودي عربستان ته ورکوي.

په پاکستان کي په تیرو میاشتو کي اقتصادي وضعیت ډیر خراب سوی دی. د بودجې کسر او د انفلاسیون درجه یې مخ پر لوړیدو ده، خو د ډیرو مالیو اخیستلو امکانات یې لږ دي.

سعودي عربستان په تیرو میاشتو کي هم پاکستان ته د ميلیاردونو ډالرو په ورکولو سره د دغه هیواد ملاتړ کړی وو. تیره اوونۍ پاکستان وکولای سول له نړيوال وجهي صندوق سره د شپږو ميلیاردو ډالرو پر اخیستلو باندي موافقه وکړي.

د تیلو د لیږلو په مقابل کي په وقفه اي ډول سره د پیسو ورکولو دغه موافقه سعودي عربستان ته د پاکستان د صدراعظم عمران تر سفر څو ورځي وروستي سوې ده. دا سعودي ته د عمران خان دریم سفر وو.

د روان کال د فيبروري میاشتي په نیمايي کي د اسلام آباد ته د سعودي عربستان ولیعهد سفر کړی وو. د دغه سفر پرمهال سعودي عربستان په پاکستان کي د ۲۰ ميليارده ډالرو پانگوني اعلاميه هم له دغه هيواد سره لاسليک کړه.

خو شنونکي له دې څخه خبرداری ورکوي، چي پاکستان مجبوره دی، ددغو مرستو په مقابل کي د منني په ډول په اصطلاح هر ډول تیاری وښيي، مثلأ د سعودي عربستان د رقیب ایران پرضد یې ملاتړ وکړي.

(Q.N/N.Z(dpa