1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي: په ټولنیزو شبکو کي د ښځو د جنسي آزار پيښي

۱۳۹۹ فروردین ۲۰, چهارشنبه

د سعودي عربستان په سونو ښځو په ټولنیزو رسنیو کي د نارینه و له خوا د جنسي آزار په هکله خپلي تجربې بیان کړي دي. زیاترو یې ټینګار کړی دی چي د شرم او یا هم بیري له امله یې خپلي دغه تجربې له دولتي بڼسټونو سره نه دي شریکي کړي.

https://p.dw.com/p/3adK4
Al-Ula, Saudi Arabia Frau mit Nikab
انځور: picture-alliance/dpa/V. Sharifulin

د رویترز خبري آژانس د رپوټ له مخي د سعودي عربستان اکثرو ښځو او حتی نارینه وو د (ولي مي رپوټ نه دی ورکړی) تر هشتګ لاندي، په ټولنیزو رسنیو کي د ښکاره او پټ جنسي آزار په هکله خبري کړي او ټینګار یې کړی دی چي د شرم او یا هم بیري په سبب یې خپلي دغه ترخې تجربي له دولتي ادارو سره نه دي شریکي کړي.

د بلا په نامه د تویتر یوې کاروونکي لیکلي دي چي »کله چی زما ملګرو د جنسي آزار په هکله رپوټ ورکړ، هغوی ته جزا ورکړل سوه او لاپسي وځورېدلې.« دا زیاتوي چي له همدې کبله دا هم پټه خوله پاته سوه.

د سعودي عربستان د قانون پراساس کله چي یوه ښځه خپل د خاوند یا کورنۍ د نورو نارینه غړو اطاعت و نه کړي، کیدای سي هغه ونیول او مجازات سي.

د اودور په نامه یوې بلي ښځي تویت کړی، کله چي پلار یې دا سخته ووهله او له کوره یې وایستله، نو پولیسو ته یې خبر ورکړ چي لور یې بې لاري سوې ده او پولیسو بیا وروسته زه ونیولم.

د عربستان یوې دولتي ادارې چي دنده یې د زورزياتي پرضد مبارزه ده، د همدې هشتک څخه په استفادې سره له هغو ښځو څخه چي د جنسي سؤاستفادې قرباني سوي، غوښتنه کوي چي په خصوصي ډول له نوموړي ادارې سره تماس ونیسي.

د کاتولینا په نامه د تویتر یوه بله کاروونکې لیکي: »ما خبر ورکړ او پولیسو قناعت راکړ چي له خپلي دعوې څخه تیره سم، او دا په داسي حال کي ؤ چي مجرم پخپله د پولیسو څنګ ته ناست وو.«

د بشري حقونو د څار سازمان د رپوټ له مخي د عربستان ښځي اجازه نه لري چي پرته د خپل محرم له حضور څخه ټولنیزو رسنیو ته لاس رسی پیدا کړي. او هغه ښځي چي د هغوی له پاره ځانګړو سوو د امن کورونو ته پناه وړې، دباندي د وتو له پاره لا هم د خپلو نارینه خپلوانو اجازې ته اړتیا لري.