1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي: په یوه ورځ کې ۸۱ تنه اعدام شوي

۱۴۰۰ اسفند ۲۲, یکشنبه

سعودي عربستان په یوه ورځ کې ۸۱ مجرمینو ته د اعدام سزا ورکړې ده. د سعودي د شاهي نظام په معاصر تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې په یوه ورځ کې په دومره لوړ شمیر کې کسان اعدامیږي.

https://p.dw.com/p/48PUb
Afghanistan Hinrichtung im Gefängnis Pul-e-Tscharchi
انځور: picture alliance/ZUMA Press/W. Sabawoon

د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس د اعدامونو په اعلانولو سره وویل: «په دوی کې هغه مجرمین شامل وو چې مختلف جنایتونه یي کړي ول، کوم چې نارینه، ښځې او ماشومان یي وژلي وو.» د خپرې شوې اعلامیې په اساس په اعدام شوو کسانو کې یو شمیر یي د القاعده او داعش غړي ول. په یمن کې د حوثي یاغیانو ملاتړ کوونکي هم اعدام شوي دي.

د سعودي خبري آژانس له خوا په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې ده «مجرمینو ته د مدافع وکیل درلودلو حق ورکړل شوی و او د محاکمې په بهیر کې د سعودي عربستان د قانون په اساس د دوی حقونه په بشپړ ډول تضمین شوي وو. د هیواد د محاکمو نظام دوی د مختلفو ناوړه اعمالو په ترسره کولو مجرم وپيژندل. داسې جرایم چې په پایله کې یي ډیر شمیر ملکي وګړي او قانون پلي کوونکي افسران وژل شوي دي.»

په خپره شوې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د سعودي عربستان حکومت به په راتلونکي کې هم د دا ډول شدیدو اقداماتو لړۍ جاري وساتي:«د سعودي شاهي نظام به په هیواد کې د ترهګرۍ او د هغو د افراطي ایډیالوژۍ پر وړاندې جدي او سخت دریځ جاري وساتي، له کوم څخه چې د ټولې نړۍ امنیت او ثبات ته خطر دی.»

په سعودي عربستان کې په تیره یوه لسیزه کې په دومره لوړه پیمانه اعدامونه په ۲۰۱۶م کال کې عملي شوي و. په هغه وخت کې په یوه ورځ ۴۷ تنه په دار ځړول شوي وو. په هغو کې هغه شعیه لارښود یا مشران هم شامل وو، چې په دغه هیواد کې یي احتجاجي مظاهرې په لاره اچولې وې.

په هغه وخت کې د ایران او سعودي عربستان دیپلوماتیکې اړیکې ډیرې پيچلې شوې او په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت برید شوی و. له هم هغه وخت راهیسې د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې شلیدلي دي.

په ۲۰۱۹م کال کې په سعودي عربستان کې ۳۷ تنه په یوځایي ‌ډول اعدام کړای شوي وو. په هغه وخت کې دغه کسان په ترهګرۍ تورن شوي وو. په دوی کې زیاتره یي د سعودي عربستان د شعیه مذهبه اقلیت پورې تعلق درلودونکي کسان ول.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص