1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریه: هغه بې ځایه شوي چې بیرته کنډوالو ته ستنیږي

۱۳۹۶ مرداد ۱۲, پنجشنبه

له څو اونیو راهیسې سوریايي مهاجرین بیرته خپل وطن ته ستنیږي خو لا یې هم شمیر ډیر کم دی. د دوي څخه ډیری یې اوس هم زړه نا زړه دي، خو تر ټولو ډیر ګټه اوس د اسد حکومت ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/2hdzp
Syrer kehren in vom Krieg zerstörtes Aleppo zurück
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kremer

له څو میاشتو راهیسې د اسد ځواکونه د هغو سیمو په بیرته نیولو کې چې پخوا یې له لاسه ورکړې وې، یو په بل پسې لاسته راوړنې لري. د تیر کال په دسمبر میاشت کې کله چې د اسد ځواکونو د سیمو په نیولو کې پرمختګ کوو، د حلب ښار له شاو خوا سیمو څخه جنګیالي ګام په ګام پر شا کیدل.

د روان کال په مارچ میاشت کې بیا د اسد د رژیم مخالفو جنګیالیو د سوریې په حمص ښار کې له خپلې سیمې پر شول. په پای کې د اسد د ځواکونو له پاره هم دا زمینه برابره شوه چې په ملي او نړیواله کچه خپل موقف یو ځل بیا غښتلی کړي.

په همدې لړ کې د اسد حکومت د سوریې د حمص ښار د الوعر د ناحيي له اوسیدونکو وغوښتل چې بیرته خپلو کورنو ت ستانه شي. د دې سیمو شاوخوا ۶۰۰ اوسیدونکو د اسد دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه او د حلب په شمال کې د مهاجرینو له یوه کمپ څخه بیرته خپلو سیمو ته وګرځیدل.

د «المونیتور» انټرنټي مجلې د رپوټ په حواله، پر دې سیمو باندې د اسد د ځواکونو له بشپړې واکمنۍ وروسته، په سترو او کوچنیو ډلو کې د سیمې اوسیدونکي بیرته خپلو اصلي کورونو ته ستانه شوي او اوس هلته میشت دي.

خپلو سیمو ته عادي بیرته تګ؟

پر دې ټولو سربیره، د اسد د رژیم له پاره دې سیمو ته د خلکو بیرته راتګ یوه ستره لاسته راوړنه ګڼل کیږي. نو له همدې امله، حکومت هم اړ دی چې آن د هغو کسانو په ګډون چې له سکولار جنګیالیو سره یوځای د اسد د رژیم پر ضد جنګیدلي، د بیرته را ګرځیدلو کسانو مرستو ته ټټر ووهي.

المونیتور همدا راز لیکي: «د [اسد] رژیم په دې هڅه کې دی چې د الوعر په سیمه کې د بې ځایه شویو کسانو بیرته راتګ د وضعیت د عادي ښوولو له پاره د یوه سند په توګه وکاروي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بیرته ګرځیدونکو کسانو له ډلې څخه ځینو یې د دولت په غوښتنه نه دې راګرځیدلي، بلکې دوی د بې ځایه شوو کورنیو په کمپونو کې د ډیر خراب روغتیايي حالت له امله دې ته اړی شوي چې دغه کمپونه ترک کړي او بیرته خپلو کنډواله شوو سیمو ته ستانه شي.

په دې کمپونو کې د شاوخوا ۷۵۰۰ کسانو د اوسیدو له امله روغتیايي او د ژوند حالت ډیر خراب شوی دی. د دې پنډغالي اوسیدونکي په ډیره لږه اندازه روغتیايي آسانتیاوو ته لاس رسۍ لري او د اوبو او بریښنا نه شتون هم د دغه ځای اوسیدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

د سمبولیکه بری

د سوریې د دابق په سیمه کې هم داخلي بې ځایه شوي کسان بیرته خپلو اصلي سیمو ته ګرځیدلي. د سوریې په شمال کې او له ترکیې سره د ګډې پولې د لرلو له امله، دغه سیمه د داعش یا اسلامي دولت ترهګرې ډلې ته خورا ډیر ارزښت لري. دا ځکه چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) هم په خپلو ځینو احادیثو کې د دې ښار نوم یاد کړی. په احادیثو کې له دې ځای څخه د مسلمانانو او د هغوی د مخالفینو ترمنځ د خونړیو جګړو د میدان په توګه یادونه شوې. 

اسلامي دولت یا داعش دلې د ۲۰۱۴م کال د اګست په میاشت کې دغه ښار په خپله ولکه کې راوست او بیا وروسته تر دوو کلونو د اسد ځواکونو په ۲۰۱۶م کال کې دغه ښار بیرته له داعش جنګیالیو تصفیه او تر خپل کنټرول لاندې راوست. په عین وخت کې د تیرو شپږو میاشتو راهیسې د دې سیمې بې ځایه شوي اوسیدونکي بیرته خپلو سیمو ته د تګ په حال کې دي او هڅه کوي چې په خپلو سیمو کې پخواني عادي وضعیت بیرته رامنځته کړي.

دغه اوسیدونکي نه یوازې د خپلو سیمو پر بیا رغوونې فکر کوي بلکې دوی په دې موده کې توانیدلي چې د فوټبال یوه ټولنه هم بیرته را ژوندی کړي. په دې سیمه باندې د ترهګرو د ولکې پرمهال دوی دلته سپورت منع کړی وو او د تخلف په صورت کې یې درنه سزا عملي کوله.

په سوریه کې جګړه تر اوسه پورې پای ته نه ده رسیدلې خو د جګړې سربیره هم خپلو اصلي سیمو ته د مهاجرینو او داخلي بې ځایه شوو کسانو تګ دا ښيي چې اسد او رژیم یې پر اوسني وضعیت لاس بري دي.