1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزممنځنی ختیځ

سوریه: جهادي ډلې ۱۱ سوریايي عسکر وژلي دي

۱۴۰۲ شهریور ۵, یکشنبه

په سوریه کې جهادیانو د شنبې په ورځ د دې هیواد په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه ۱۱ سوريايي سرتیري ووژل. چارواکو ویلي چې جهادي ډلو تر پوستو لاندې تونلونه جوړ کړي ول او له چاودیدونکو توکو یې تر ډکولو وروسته چاودنه ورکړې.

https://p.dw.com/p/4VcXt
Militärmanöver in Syrien
انځور: Anas Alkharboutli/dpa/picture alliance

په سوریه کې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې د انصار التوحید په نامه یوې جهادي ډلې او د ترکستان اسلامي ګوند پورې تړلو  جهادیانو د سوریې په ادلیب ولایت په جنوب کې د سوریايي عسکرو پوستو ته چاودنه ورکړې ده.

په لندن کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار د ډلې مشر رامي عبدالرحمن، وویل: «جهادیانو هغه تونلونه چې د پوځ د پوستو لاندې یې کیندلي ول، په هغو کې ځای پر ځای کړل شوو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او په ورته وخت کې یې له نورو تونلونو څخه هم بریدونه پیل کړل.»

دغه برید، چې پکې د سوریې د پوځ ۲۰ پوځیان هم ټپیان شوي، یوه ورځ وروسته له هغې کېږي، چې روسیې د سوریې ادلب ته څېرمه د جسر الشغور سیمه کې، چیرته چې د ترکستان اسلامي ګوند غړي هم پکې موجود دي، هوايي بریدونه وکړل.

په دغه برید کې ښکیلې دواړه ډلې د جهادي حیات التحریر الشام ډلې سره تړاو لري چې د ادلب ولایت پراخه برخه او همدارنګه د حلب، حما او لتاکیه نږدې ولایتونو ځینې برخې کنټرولوي.

د سوریې کورنۍ جګړه په ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال پیل شوه چې د حکومت له خوا پر سوله ییزو اعتراضونو فشارونه په داسې شخړه واوښتل چې بهرني قدرتونه او له بهر څخه جهادیان په کې را ښکیل شول.
د سوریې کورنۍ جګړه په ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال پیل شوه چې د حکومت له خوا پر سوله ییزو اعتراضونو فشارونه په داسې شخړه واوښتل چې بهرني قدرتونه او له بهر څخه جهادیان په کې را ښکیل شول.انځور: Xinhua/IMAGO

د دې څارونکي ډلې په وینا، چې د خپلو راپورونو له پاره په سوریه کې د خپلو سرچینو شبکه کاروي، د حیات التحریر الشام ډلې اوه جنګیالي د جمعې په ورځ د سوریې حکومتي ځواکونو په بمباریو کې ووژل شول او لږ تر لږه ۱۳ نور بیا د دوشنبې په ورځ د سوریې په شمال کې د روسیې په هوایي بریدونو کې ووژل شول. زیاته شوې چې ادلب ته څېرمه د روسیې د هوايي بریدونو په نتیجه کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

 د سوریې د جګړې یادې څارونکي وویل چې د شنبې په برید کې «دوو جهادیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ" او اندیښنه ښيي چې د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي ځکه چې «سختې نښتې لاهم روانې دي.»

د سوریې کورنۍ جګړه په ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال پیل شوه چې د حکومت له خوا پر سوله ییزو اعتراضونو فشارونه په داسې شخړه واوښتل چې بهرني قدرتونه او له بهر څخه جهادیان په کې را ښکیل شول.

روسیې په ۲۰۱۵ کال کې د ولسمشر بشارالاسد په څنګ کې په جګړه کې مداخله وکړه او د بشار الاسد د حکومتي ځواکونو د ملاتړ له پاره یې پر مخالفینو هوايي بریدونه پیل کړل.

د ترکستان اسلامي ګوند په لویه کچه د چین د اویغور مسلمانانو له اقلیت جهادیانو څخه جوړ شوی دی چې له ۲۰۱۱م کال وروسته سوریې ته د تحریر الشام جهادي ډلو په څیرو له نورو سره د مرستې له پاره سوریې ته راغله. د تحریر الشام ډله په سوریه کې د القاعده شبکې د یوه پخواني غړي له لوري اداره کیږي.

په ادلب کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې شاوخوا درې میلیونه خلک اوسیږي چې نیمایي یې د سوریې له نورو سیمو بې ځایه شوي دي. د سوریې په جګړه کې تر اوسه پورې تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او د دغه هېواد شاوخوا نیمايي وګړي له جګړې مخکې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.