1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوډان: شباب ټاک د نابرابرۍ په اړه بحثونه راوپارول

۱۳۹۷ شهریور ۳۱, شنبه

په سوډان کې يوې ځوانې ښځې د دويچه ويله د «شباب ټاک» خپرونې په ترڅ کې آزادي او احترام غوښتي دي. د هغې دغو څرګندونو په سوډان کې د نارينه و او ښځو تر منځ د نابرابرۍ په هکله بحثونه راپورته کړي دي.

https://p.dw.com/p/35KXI
Sudan Shabab Talk
انځور: DW/Shabab Talk

په روانه اوونۍ کې په عربي ژبه خپرېدونکي د «شباب ټاک» پروګرام د سوډان د اوسېدونکو تر منځ بحثونه راپارولي دي، وروسته له هغه چې يوې ښځې خپله احساساتي وينا واوروله. هغې يوه مسلمان روحاني مشر ته په خطاب کې پر ښځو باندې تر سره کېدونکي ظلمونه وغندل. د دغې خپرونې عنوان «سوډانۍ ښځې څه غواړي؟» ټاکل شوی و.
۲۸ کلنې ويام شاوکي د افريقا په شمال کې د ښځو په وړاندې ټولنيز معيارونه او عمومي چلن وغانده، په تېره هغه عام ذهنيت چې له مخې يې ښځو ته سپکې سپورې ويل کيږي. شاوکي په خپرونه کې حاضر د سوډان د عالمانو د ټولنې مشر، محمد عثمان صالح، ته وويل: «کله چې کوڅې ته وځم او يو نارینه راسره د انسان په څېر نه، بلکې د يوه شي او څيز په څېر چلن کوي، نو هغه کس بايد وغندل شي، چې نوموړي ته حق ورکوي څو ما وځوروي، او نه هغه لباس چې مې اغوستی دی». هغې دا هم اضافه کړه: «هغه لباس چې يې اغوندم، زما د انساني خواصو يوه برخه ده او زه يې خپله خوښوم، هغه ټولنه چې مريضه ده او وروسته پاته عنعنات لري، يې بايد زما لپاره انتخاب نه کړي.»
د خپرونې د دغې برخې ويډيو ډېره زياته لاس په لاس شوه او د فيسبوک، تويتر او يو ټيوب په څېر د ټولنيزو رسنيو د لارې څه پاسه يو ميليون ځله وليدل شوه. سربېره پر دې يې په سوډان کې د جنسيتي برابرۍ او نابرابرۍ په هکله پراخ بحثونه هم راوټوکول.
له احساساتو ډک بحثونه

يمني ژورناليست او راډيويي ويندوی، هند الارياني د شاوکي شجاعت وستايه او ويې ويل: «دا په سوډان کې د تکړه و ښځو لپاره د ويښتابه يوه لويه ناره ده.» د خپرونې ځينو نندارچيانو هم وويل چې نوموړې ښځه د «زړورتيا او مقاومت» يو سمبول تشکيلوي او دا چې استدلال يې «خورا قناعت بخښونکی» و. نور کسان بيا د شاوکي له څرګندونو څخه خوښ نه ول. د سوډان ګڼ شمېر مذهبي مشران د جمعې ورځې د خطبې پر وخت د يادې پېښې په هکله وغږېدل، چې د هغوی په منځ کې خرطوم امام او تلويزيوني واعظ، عبدالحی يوسف هم راځي. يوه بل واعظ د «شباب ټاک» د وړاندې کوونکي او د دويچه ويله پر ژورناليست، جعفر عبدالکريم، باندې تور پورې کړ چې سوډان ته راغلی دی څو «اتئيزم يا بې ديني خپره کړي.»
تر خپرونې لږ وروسته صالح يو مطبوعاتي کنفرانس هم ورکړ څو خپرونه بدنامه کړي. هغه وويل چې خپرونه «زموږ د کلتور له دښنمنانو» څخه نمايندګي کوي. د تويتر يوه کارونکي وليکل چې «د خندا وړ خبره خو دا ده چې اکثره شکايت کوونکي خلک چې ځانونه سپک شوي بولي، نارينه دي، په داسې حال کې چې د خپرونې موضوع ده: «سوډانۍ ښځې څه غواړي؟». د هغه په خبره داسې ايسي چې «نارينه اوس ځانونه تر ګواښ لاندې بولي.»  

Sudan Shabab Talk
د شپاب ټاک خپرونې پر وخت دغې ښخې خپل غږ پورته کړانځور: DW/Shabab Talk