1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسویډن

سویډن د قران کریم د سوځولو پر لاریون بندیز وضع کړ

۱۴۰۱ بهمن ۲۰, پنجشنبه

د سویډن په ستاکهولم کې د ناټو ضد یوه لاریون ته چې پکې د قران شریف سوځول هم شامل ول، پولیسو اجازه نه ده ورکړې. تر دې مخکې په ورته یوه اقدام سره چې پکې قران شریف سوځول شوی وو، د ناټو غړي ترکیې سخت انتقاد کړی وو.

https://p.dw.com/p/4NHkz
Protest against the Quran Burning In London, UK - 28 Jan 2023
انځور: Loredana Sangiuliano/SOPA/ZUMA/picture alliance

د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د فبروري ۸) د سویډن پولیسو د ناټو سازمان ضد یوه لاریون ته د اجازې درخواست رد کړ چې پکې د مسلمانانو د مقدس کتاب قران شریف سوځول هم شامل ول. د سویډن دغه اقدام بې ساری ګڼل کیږي، ځکه تر دې مخکې ورته لاریونونو ته اجازه ورکړل شوې وه.

تر دې مخکې، د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې په سویډن کې د ترکیې سفارت د دروازې مخې ته د ښي اړخو سیاستوالو له لوري د قران شریف یوې نسخې ته اور واچول شو، چې له کبله یې نه یوازې په ترکیه بلکې په ټوله نړۍ کې پراخ غبرګونونه را وپاریدل.

دا ځل په همدې ځای کې د پنجشنبې ورځې له پاره دغې پلان شوې احتجاجي غونډې ته د پولیسو له لوري اجازه نه ده ورکړل شوې.

د سویډن د امنیتي خدماتو سازمان یا ساپو ویلي دي چې د جنورۍ میاشتې پیښې د سویډن خلاف د بریدونو خطر ډیر کړی وو او له همدې کبله یې دا ځل دغه لاریون ته اجازه نه ده ورکړې.

د ناټو د غړيتوب په اړه سويډن ته د اردوغان خبرداری

د سویډن د پولیسو په پریکړه کې راغلي: «د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ میاشت کې د ترکیې سفارت مخې ته د قران [شریف] سوځولو پیښه دا تثبیتوي چې دغې پیښې د سویډن د ټولنې او همدا راز د سویډن پر خلاف ګواښونه ډیر کړي. یادې پیښې په بهر کې د سویډن او سویډنیانو ګټې هم ګواښلې وې.» د پولیسو له لوري ویل شوي چې «سویډن د بریدونو له پاره اوس یو لومړی هدف ګرځیدلی دی.»

په ناټو کې د سویډن شمولیت

په سویډن کې د قران شریف د سوځولو پخوانۍ پیښې یوازې د مسلمانانو او اسلامي هیوادونو غبرګون نه درلود، بلکې ترکیې انقرې ته د سویډن د دفاع وزیر د سفر د لغوه کولو پریکړه وکړه.

په پام کې وه چې د سويډن دفاع وزیر به له ترکي چارواکو سره په ناټو سازمان کې د سویډن پر شمولیت خبرې اترې وکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي ول چې سویډن دې د په ناټو کې د شمولیت له پاره د ترکیې پر ملاتړ حساب نه کوي.په سویډن کې د قران شریف د سوځولو تر ګواښ وروسته خونړي تظاهرات

یادې پیښې په دپلوماتیکي کچه هم ستر سردرد رامنځ ته کړی دی، ځکه چې په ناټو کې د شمولیت له پاره د ناټو سازمان د ټولو غړو هیوادونو موافقه شرط ګڼل کیږي. سویډن تر دې مخکې د ناټو سازمان غړی نه وو، خو پر اوکراین باندې د روسیې تر یرغل وروسته دغه هیواد په ناټو کې په شمولیت کار پیل کړ.

د جنورۍ په میات کې په یوه لاریون کې ښي اړخي سویډني سیاستوال قران شریف ته اور ورته کړ چې له کبله یې په نړیواله سطحه غبرګونونه او لاریونونه را وپاریدل.
د جنورۍ په میات کې په یوه لاریون کې ښي اړخي سویډني سیاستوال قران شریف ته اور ورته کړ چې له کبله یې په نړیواله سطحه غبرګونونه او لاریونونه را وپاریدل. انځور: Mustafa Hassona/AA/picture alliance

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې ترکیه به تر هغه پورې چې د قران [شریف] د سوځولو پیښو ته اجازه ورکړي، په ناټو سازمان کې به د سویډن شمولیت ته مثبته رایه ور نه کړي. په سویډن کې په ډیرو کمو مواردو کې د لاریونونو مخه نیول کیږي.

د سویډن پولیسو ویلي دي چې د نن پنجشنبې ورځې له پاره په سویډن کې پلان شوی لاریون د پخواني ښي اړخي سیاستوال له لوري نه دی تنظیم شوی، بلکې دا ځل د یوه داسې سازمان له لوري پلان نیول شوی وو چې په هکله یې ډیر معلومات نه شته.

د فرانسې خبري آژانس ویلي دي چې لغو شوی لاریون په ناټو سازمان کې د سویډن د شمولیت پر ضد رابلل شوی وو. سویډني پولیسو د جنورۍ میاشتې لاریون ته د اجازې د ورکړې دفاع وکړه خو زیاتوي چې داځل وضعیت بدل شوی دی.

ab/jcg (AFP, dpa) / k.h/n.z