1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوېډنۍ پېغلي د ۵۲ کلن افغان مهاجر د جبري اخراج مخه ونيوله

۱۳۹۷ مرداد ۲, سه‌شنبه

يو رد سوی افغان مهاجر بايد له سوېډن څخه د الوتکې په مرسته افغانستان ته اخراج سوی وای خو يوې ځوانې مېرمنې د دغه اخراج مخه ونيوله. ويديو يې دلته هم کتلای سئ:

https://p.dw.com/p/320XJ
Screenshot Facebook - Deportation from Gothenburg to Afghanistan
انځور: Facebook

ايلين اېريسن په خپله ويډيو کي په څو څو ځله همدغه خبره تکراروي: «زه هغه څه کوم چي د يو سړي د ژوند د ژغورنې په مقصد يې کولای سم.»

دغې ځوانې سوېډنۍ د خپل موبايل په مرسته پر فيسبوک ژوندۍ ويډيويي خپرېدنه يا (Facebook live) پېل کړې او د موبايل کېمره يې ځان ته برابره کړې وه. په ویډیو کي لیدل کېږي چې دغه مېرمنه په الوتکه کې ناستو نورو مسافرو او په همدې شان د فيسبوک له لاري د هغې کتونکو ته وايي چي تر کوم وخته چي دا ولاړه وي، دغه الوتکه پرواز نه سي کولای.

د دغې مېرمني د عمل لامل دا وو چي په همدغه الوتکه کي يو ۵۲ کلن افغان مهاجر ناست وو چي خپل هيواد ته د اخراج په مقصد راوستل سوی وو. په پام کي نيول سوې وه چي سوېډني چارواکي دغه افغان مهاجر لومړی استانبول ته ولیږدوي او له هغه ځای څخه يې افغانستان ته انتقال کړي. خو ايلين اېريس کوښښ کاوه چي د دغه اخراج مخه ونيسي.

په دغه ويډيو کي يو سړی دې میرمنې ته وايي چي «دا ستا د هيواد اصول دي.» خو دغه مېرمنه ورته په ډاډمنتيا په ځواب کي وايي: «هو، خو زه کوښښ کوم چي دغو اصولو ته تغير ورکړم. زه د دغو قوانينو پلوي نه کوم.»

دغه ځوانه پېغله وايي چي ښايي د الوتکي نور مسافر هم په غوسه وي خو د هغوی ژوند د دغه افغان مهاجر په شان د ګواښ سره نه دی مخامخ. له دغه ځواب وروسته د الوتکې ملګري مسافر او مخکنۍ پوښتنه کوونکی د مېرمني سره تفاهم ښيي او قانع کيږي.

په داسي حال کي چي د دغې ځوانې مېرمني د فعاليت په پېل کي مسافرين حيرانيږي خو د وخت په تېرېدو سره د هغې د ملاتړو شمېر زياتیږي. د فوټبال يوه لوبډله چي له يوې لوبي وروسته یې په دغه الوتکه کي سفر کول غواړي، هغه هم ولاړيږي او له کښېنستلو څخه انکار کوي او په دې توګه د انجلۍ د دريځ دفاع کوي. په پای کي ايلين بريالۍ کيږي. هغه کس چي بايد اخراج سوی وای اجازه لري چي له الوتکي څخه کښته سي. پيلوټ وايي چي صرف هغه وخت به الوتکه پورته کړي چي دواړه کسان يعني هم د اخراج سره مخامخ افغان او هم مېرمنه له الوتکي څخه ووزي. دواړه کسان د نورو مسافرو د چکچکو په بدرګه له الوتکې څخه کښته کيږي.

دغې مېرمني وروسته په يو پيغام کي وليکل چي د افغان اخراج ودرول سو. دغه ويډيو د ۶۸۰ زرو کسانو له خوا پر فيسبوک وليدل سوه. دغه ويډيو لاندي کتلای سئ: