1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيلابونو په هرات کي سخت ځاني او مالي زيان اړولی

۱۳۹۸ خرداد ۲, پنجشنبه

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ په دوو کليو کې تر تند باران وروسته سيلاب سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

https://p.dw.com/p/3Ix3Q
انځور له ارشيف څخه
انځور له ارشيف څخهانځور: DW

د اوبې ولسوال رحم الدین سرورزی وايي چې د چهارشنبې په ورځ تر تندو بارانونو وروسته د سیلاب د راتلو له امله څلور ماشومان چې درې يې هلکان او یوه نجلۍ ده وژلې او شپږ کسان نور چې درې یې ماشومان، یوه میرمن او دوه نارینه دي لا درکه شوي دي.

ولسوال همدراز وايي چې سیلابونه د اوبې ولسوالۍ په "ده ګل" او "سرپل" کلیو کې راغلي دي چې د سر زیان ترڅنګ یې۴۷۰ پسونه وژلې، ۸ موټر سایکلونه اوبو وړې،۸۵ کورونه سیلاب تخریب کړې او تر۱۰۰ جریبه زیات د باغونو ځمکه اوبو تخریب کړې ده.

هغه وويل چې دوی د سیمي اوسیدونکو ته خبر ورکړی دی چې له هغو کورونه چې ډیري اوبه پکې ولاړې دې ووځي چي کورونه چپه نه شې او تلفات زیات نشې او هڅي روانې دې چې له خلګو سره لازمې مرستي وشې.

بله خواه د سرپل کلې یوه اوسیدونکي شمس الله په تليفون کې دويچه ويله ته وويل: «سیلاب تیره ورځ راغلی او تر اوسه د کلې په ډیرو ځایونو خصوصاً په کورونو کې اوبه ولاړي دي.»

هغه وويل چې تر۱۲۰ پورې کورونه یا نړیدلې یا هم پکې یو میتر اوبه ولاړي دي. هغه کورنۍ چې په شاوخوا کلیو کې خپلوان لرل هغوی هلته تللې، خو هغه چې نږدې څوک نه لري هغوی په یوه غونډې کې ځای پر ځای شوې او بیړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې اوبې ولسوالۍ ته يې یوه ډله لېږلې ده چې تر رسیدو وروسته به هلته ډیر ژر خپله سروې پیل کړې او وروسته به سیلاب ځپلو کورونیو ته بیړنۍ مرستي ورسول شې.

د والي ویاند واېې، د اوبې ولسوال ته جدي لارښوونه شوې چې د روژې په مبارکه میاشت کې له سیلاب ځپلو کورنیو سره هر راز همکارۍ ته ور ودانګي او ولایت مقام به هم کوښښ وکړې چې دا کورنۍ له مشکلاتو څخه وژغورل شي.

خو د دغي ولسوالۍ د سرپل کلې اوسیدونکې واېي چې دوی تر نن پنجشنبې ورځې پوري لا هم څوک نه دي لیدلي چې همدردۍ ته یې راغلې وې، مرستي خو لا پریږده نو دا چې اوس حکومت سروې کوې خداې خبر چې څه وخت به بیا دوې مرستي تر لاسه کوي.

عتیق الله مطمئن - هرات