1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيپري: په اټومي وسلو د سمبالښت سيالي دوام لري

۱۳۹۷ خرداد ۲۸, دوشنبه

له اټومي وسلو څخه د پاکې نړۍ خوب ښايي همداسې خوب پاته شي. په ستاکهلم کې د نړۍ د سولې د څيړنې موسسې (سيپري) په خپل نوي کلني رپوت کې نيوکه کړې ده چې په نړۍ کې د نوو اټومي وسلو جوړول دوام لري.

https://p.dw.com/p/2zmXl
Nordkorea Raketentest
انځور: picture-alliance/dpa/Uncredited/KCNA

۲۰۱۷م کال د اټومي وسلو د مخالفانو له پاره يو ډير ځانگړی کال وو: د ملگرو ملتونو ۱۲۲غړو هيوادونو د يوه اټومي تړون په ترڅ کې ځان مکلف کړی چې دوی به اټومي وسلې نه جوړوي او نه به یې رانيسي. خو دې تړون هم له نړۍ سره د اټومي وسلو په پاکښت کې مرسته ونه کړه :په ستاکهلم د سولې د څيړنې موسسې د اټکلونو پر اساس په ټوله نړۍ کې اوس هم ۱۴۴۶۵ اټومي وسلې موجودې دي چې هغه يوازې د نهو هيوادونو په لاس کې دي.

دغه هيوادونه، امريکا متحد ايالات، روسيه، بريتانيا، فرانسه، چين، هند، پاکستان، اسرائيل او شمالي کوريا دي.  که څه هم چې په نړيواله کچه دا هيوادونه ډير نه دي خو دوی د اټومي وسلو د خپلو زيرمو د له منځه وړو هيڅ اراده نه لري.

لږ خو ډير عصري

د سيپري د اټومي وسلو پروژې مشر شانون کايل، وويل چې د تير کال په پرتله که څه هم چې اتومي وسلې لږ څه کم شوی، خو په عين وخت کې هغه موجودې وسلې لا پسې عصري کړل شوي دي. هغه زياته کړه: «دا په دې معنا ده چې زړې وسلې په نويو بدليږي. ځينې په رښتيا هم ۴۰ او ۵۰ کاله زړې دي. نو له همدې امله نوې وسلې کشفيږي چې نوي وړتياوې او نوی تخنيک ولري. يعني اوس اتومي وسلې عصري کيږي او همدا راز نوي سسټمونه رامنځته کيږي.»

د آلمان له پاره نوي اټومي بمونه

امريکا متحدو ايالاتو په فيبرورۍ مياشت کې د «اتومي وسلو په ارزونه» کې د نويو اتومي وسلو جوړول تائيد کړل. له دې څخه آلمان هم اغیزمن دی. دا هيواد که څه هم چې اټومي وسلې نه لري، خو د ناټو د غړي په توگه د امريکا متحدو ايالاتو په اټومي وسلو خوندي دی. په دې توگه به د آلمان په اېفل سيمه کې د امريکا متحدو ايالاتو «بي ـ ۶۱» ډوله اټومي بمونه به په راتلونکو کلونو کې بايد عصري شي څو وکولای شي په دقيقه توگه خپل هدف په نخښه کړي.

Fliegerhorst Büchel
د امريکا د اتومي وسلو د زيرمې ساحهانځور: picture alliance / dpa

امريکا متحد ايالات غواړي تر ۲۰۲۶م کاله پورې د خپلو اټومي وسلو پر عصري کولو ۴۰۰ ميليارده ډالر مصرف کړي. خو کوچني اټومي ځواکونه لکه هند او پاکستان هم د شانون کايل له نظره د وسلو د نويو کولو په يو ډول «ستراتيژيکي سيالۍ» کې دي.

دغه هيوادونو نوي اټومي وسلې توليد کړي او په عين وخت کې یې د اټومي وسلو د جوړولو وړتيا هم لوړه کړې ده. د اټومي ځواکونو له پاره اټومي وسله د هيواد د ملي دفاعي ستراتیژۍ يوه مهمه برخه گرځيدلې ده.

د شانون کايل له نظره د امريکا متحدو ايالاتو او روسیې ترمنځ ترنگلتياو ته په کتو سره دا روښانه نه ده چې د اټومي وسلو د کنترول نړيوال تړونونه به څه راتلونکی ولري. هغه زياتوي: «هغه څه چې ما انديښمنه وي دادي چې د امريکا او روسیې ترمنځ د سياسي ستراتيژۍ اړيکې له منځه تللي او دواړه هيوادونه اوس هم د ټولو اټومي وسلې کابو ۹۲ سلنه په خپل کنترول کې لري. دا د اټومي وسلو پر کنترول ډير اغیز لري.»

د پوځي لگښتونو لوړوالی

د سيپري د «۲۰۱۸م کال په کلني رپوټ» کې څيړونکو نور داسې معلومات هم سره راټول کړي دي چې پر ترنگلې امنيتي سياسي وضعيت رڼا اچوي :له سړې جگړې راهيسې هيڅکله هم پر پوځ دومره پيسې نه وې مصرف شوي، لکه په ۲۰۱۷م کال کې چې مصرف شوي.

په ټوله نړۍ کې پوځي لگښتونه په ټولیزه توگه ۱۷۳۹ ميلياردو يورو ته لوړ شوي دي. په نړۍ کې د دې لوړوالي دليل د نړۍ په ټولو نه، خو په ځينو سيمو کې د پوځي لگښتونو ډير لوړيدل دي. د مثال په توگه په ختیځه آسيا کې. چين خپله دفاعي بودجه ۵،۶ سلنه لوړ کړې ده چې دا په کال کې اوس ۲۲۸ ميليارده امريکايي ډالرو ته رسيږي. خو بل پلو بيا اروپا يو بل انځور وړاندي کوي: په ټوليزه توگه د ختيځي اروپا هيوادونو په ۲۰۱۷م کال کې د تير ۲۰۱۶م کال په پرتله پر پوځ لږ مصرف کړی. خو د منځنۍ او لويديځې اروپا هيوادونو بيا پر خپل دفاعي لگښت زيات  کړی دی.

د دفاع وزارت په حواله آلمان په ۲۰۱۷م کال کې ۳۷ ميليارده يورو د پوځ له پاره ځانگړې کړې وې چې د ۲۰۱۶م کال په پرتله دوه میليارده زياتي وې. خو تر ټولو زيات دفاعي لگښت امريکا متحدو ايالاتو درلود چې کابو ۱۶۰ ميليارد ډالر وو. ورپسې چين او بیا سعودي عربستان هغه هيوادونه دي چې زياتې پيسې یې پوځي لگښتونو ته ځانگړې کړي دي.

Nina Werkhäuser (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: