1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيپري: په نړۍ کي نظامي مصارف ۱۷۳۹ ميلياردو ته رسېدلي دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

د سيپري د راپور له مخي په نړۍ کي د نظامي تجهيزاتو مصارف ډير زيات سوي دي. په ستاکهولم کي د سولې له ياد څېړنيز انستيتوت څخه پيتر وېڅمن دويچه ويله ته په دې هکله نور معلومات ورکړل.

https://p.dw.com/p/2x0UV
Tornado GR4 mit BRIMSTONE-Raketen
تورنادو جي آر۴ ډوله جنګي الوتکه د بريمستن توغنديو سرهانځور: picture-alliance/Photoshot

په ستاکهولم کي د نړيوالي سولي څيړنيز انستيتوت (SIPRI) هر کال په نړۍ کي د نظامي تجهيزاتو د مصارفو په اړه يو راپور خپروي. ياد انستيتوت د ۲۰۱۷م کال په تړاو خپل تازه راپور کي ليکلي دي چي په نړۍ کي د پوځي تجهيزاتو په مصارفو کي زياتوالی راغلی دی.

د دغه راپور له مخي په ټوليزه توګه په ياد کال کي ۱۷۳۹ ميليارده امريکايي ډالره په نظامي برخه کي مصرف سوي دي. دغه پانګونه تر هغه د مخه کال (۲۰۱۶) په پرتله ۱،۱ سلنه زياته ده.

د سيپري انستيتوت کارپوه پيتر وېڅمن، د دغه راپور په تړاو مرکه کي دويچه ويله ته وويل چي که په پام کي ونيول سي چي اعداد او شمېر هميشه د دقيقوالي ځيني حدونه لري، نو د ۱،۱ سلنې زياتوالی حداقل زياتوالی دی. هغه وويل: «خو دا هم ډېره روښانه ده چي په نړۍ کې نظامي مصارف لوړ سوي دي. په سيمه ايزه سطحه موږ ډېر زيات توپيرونه وينو.»

د راپور له مخي چين د تيرو شلو کالو په څېر په خپلو نظامي مصارفو کي زٍياتوالی راوستلی دی. دا په داسي حال کي ده چي په چين کي پوځي مصارف د کورني عايداتو له ډېرښت سره تړلي وي. کله چي د دغه هيواد اقتصاد وده کوي نو په اوتوماتيکه توګه ورسره نظامي مصارف هم جګيږي.

په دې ترڅ کي چين په ۲۰۱۷م کال کي په ټوله نړي کي د پوځي مصارفو ۱۳ سلنه مصارف کړي او په دې توګه تر امريکا متحدو ايالاتو وروسته دويم ځای لري. امريکا متحد ايالات د نړۍ د ټولو نظامي مصارفو د ۳۵ سلنه مصارف په لرلو سره تر ټولو مخکي دی.

د دې پوښتنې په جواب کي چي چين په دوامداره توګه د خپلو نظامي مصارفو په ډيرولو سره څه اهداف لري، پيتر وېڅمن وويل: «چين يو ډېر پياوړی اقتصاد لري. چين نه يوازي غواړي چي په سيمه بلکي نړۍ کي يو لوی قدرت وي. چين ستري غوښتني لري چي هغه يې په نظامي مصارفو کي هم انځوريږي.»

د سيپري د راپور له مخي امريکا متحدو ايالاتو په ۲۰۱۷م کال کي په يوازي سره دومره نظامي مصارف لرلي چي که د نړۍ د ۷ نورو تر ټولو زيات نظامي مصارف لرونکو هيوادونو مصارف سره يوځای سي، بيا هم پر زيات دي. په دې کي د امريکا متحدو ايالاتو نوي ولسمشر رول درلودلی چي د دغه هيواد په نظامي مصارفو کي تر هغه د مخکي کال په پرتله زياتوالی راسي. پر دې سربيره چي په امريکا کي د پوځي مصارفو د ډيرښت په اړه ږغونه راپورته سوي دي، اټکل کيږي چي په راتلونکي کال کي به دغه مصارف لا ډير سي.

د سيپري د راپور له مخي په زياته بيا په نژدې ختيځ کي نظامي مصارف زيات سوي دي. په دې ترڅ کي سعودي عربستان او قطر دې ته چمتو سوي دي چي د خپل کورني عايد يوه لويه برخه پر نظامي چارو مصرف کړي. په سعودي عربستان کي د کورنيو عايداتو تقريبا ۱۰ سلنه پر نظامي چارو مصرف سوې. دا په داسي حال کي ده چي د سعودي عربستان او ټلوال عرب هيوادونه په سيمه کي ايران ته د يو سيال هيواد په توګه ګوري او خطر ترې احساسوي. د دې تر څنګ د يمن او سوريې روانې جګړې هم د دې لامل سوي دي چي د دغو هیوادونو په نظامي مصارفو کي د پام وړ زياتوالی راسي.

په ياده موده کي د لوېديځي اروپا هيوادونو په نظامي مصارفو کي ۱،۷ سلنه زياتوالی راغلی دی. دا په داسي حال کي ده چي اروپايي دولتونه په زياته بيا د اوکراين د لانجې تر رامنځ ته کېدو وروسته ځانونو ته ګواښ احساسوي.

د کارپوهانو په آند په نړۍ کي د نظامي مصارفو ډېرښت پر دې دلالت کوي چي لانجې زياتي سوي او لا توندې سوي دي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (15.03.2018):