1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپوږمۍ ته د لومړي سيلاني نوم په ډاگه شو

۱۳۹۷ شهریور ۲۷, سه‌شنبه

د سپېس ايکس شرکت ويلي دي چې جاپانی ميلياردر یوساکو ماېزاوا به لومړی سيالانی وي چې په سپوږمۍ کي به چکر ووهي. په پام کې ده چې هغه به په ۲۰۲۳م کال کې د سپېس اکيس په يوه راکټ کې دغه سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/354M3
SpaceX BFR
انځور: Reuters/SpaceX

يوساکو ماېزاوا يو جاپانی سوداگر او د هنري توکو ستر مينه وال دی. ويل کيږي چې دی د ۲،۶ ميليارده يورو په ارزښت هنري توکي لري. نوموړی به لومړی ملکي وي چې د سپيس ايکس په نامه فضايي شرکت يوه فضايي راکټ کې به په سپوږمې کې وگرځي.

په کاليفورنيا کې د سپېس ايکس شرکت د مشر ايلون موسک  له خوا تر نومول کيدو وروسته ماېزاوا وويل: «ما سپوږمۍ ته د تللو پريکړه کړې ده.»

د فوربس مجلې په حواله ماېزاوا د جاپان اتلسم تر ټولو شتمن کس دی. ۴۲ کلن ماېزاوا وويل چې په ۲۰۲۳ م کال کې به دې اووه ورځني سفر ته له شپږو تر اتوو پورې هنرمندان، مهندسان، طراحان او نور خلاق کسان ور وبولي.

ده وويل: «ځمکې ته تر ستنېدو وروسته به له دوی څخه د يوه څه د جوړولو هيله وکړم. دا شاهکارونه به بيا موږ ټولو ته الهام بخښونکي وي. »

Japan Billionaire  Yusaku Maezawa in Tokio
مايزوا د «د زو زو ټاون» په نوم د مود شرکت مشر دیانځور: Reuters/K. Kyung-Hoon

«تاريخي (افسانوي) سفر»

په ټولنیزو رسنيو کې د لومړي ملکي فضايي سيالاني د نوم تر اعلانيدو د مخه داسې گونگوسې وې چې د همدې شرکت مشر ايلن موسک به خپله لومړی دغه سفر وکړي.

خو موسک د جاپاني بيرغ په ښکاره کولو سره د دې گونگوسو ځواب ورکړ او وېې ویل چې لومړی سيالانی به يو جاپانی وي.

سپېس ايکس د Big Falcon Rocket په نامه د فضايي بيړۍ د سپوږمې دا پلان شوی سفر د يوه تاريخي او افسانوي سفر په توگه يادوي. دغه شرکت د جمعې په ورځ د تويتر له لارې ليکلي ول: «په تاريخ کې تر اوسه يوازې ۲۴ انسانان سپوږمۍ ته تللي دي.» زياته شوې ده چې په ۱۹۷۲م کال کې د اپولو د فضايي بیرۍ تر ماموريت وروسته تر اوسه هیڅوک هم سپوږمۍ ته نه دي تللي.

dpa, Reuters (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: