1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپي معصومانه کاته ولې پر انسان اغیز کوي؟

۱۳۹۸ خرداد ۳۰, پنجشنبه

د يوې تازه څېړنې په حواله دا درک کړل شوې چې ولې د انسانانو زړونه د سپيو په مظلومانه کتو نرميږي. د څېړنې په حواله سپي د نورو حيواناتو په پرتله خپلې وريځې زياتې کاروي او همدا له انسانانو سره د اړيکې باعث کيږي.

https://p.dw.com/p/3Kj8I
Trauriger Hund, Labrador
انځور: picture-alliance

د امريکا د ساينس د ملي اکادمۍ په حواله د سپو له خوا د وريځو د زيات کارولو له وجې سپي د انسانانو ماشومانو ته ورته بريښي او له همدې کبله د زياترو انسانانو زړونه سپيو ته په کتو سره نرميږي. همدا وجه ده چې انسانان له سپیانو سره مينه کوي او په کورونو کې یې ساتي.

د دې تحقيق په ترڅ کې کارپوهانو سپي له لېوه سره پرتله کړي ول. د دې پرتلنې څخه په ډاگه شوې چې سپي خپلې وريځې داسې کښته پورته کوي چې د څېرې تاثرات یې ماشومانو ته ورته بريښي، دا په داسې حال کې ده چې ليوان خپلو رويځو ته حرکت نه شي ورکولی. اين بروز، چې د دې رپوټ يوه ليکواله ده، وايي: «په عمومي توگه يو بل ته په ورته ژويو کې ډېر توپير نه ليدل کيږي.»

هغه زياتوي چې دا خبره ثابته شوې ده چې انسانان د خبرو پر مهال د خپل بدن پر پاسنۍ برخه ډېر تمرکز کوي او سپيانو هم ښايي دې ته په کتو سره د خپلو وريځو د عضلاتو استعمالولو پېل کړي وي.

د دې څېړنې پايلې په ۲۰۱۵م کال کې ترسره شوې يوې څېړنې ته ورته دي چې پکښې ويل شوي ول چې انسانان چې کله هغه ژويو سره وي چې په خپل کور کې یې ساتي، نو په مغز کې یې هماغه ډول احساسات وي لکه يوه مور چې یې د خپل اولاد له پاره لري.

په دې تازه رپوټ کې دا هم ويل شوي چې دا هم امکان لري چې سپي ښايي هڅه کوي انسانانو ته د خپلو سترگو سپين وښيي ځکه چې د سپي سترگې د انسانانو سترگو ته ورته دي او انسانان له همدې کبله هم سپي ځان ته نزدې گڼي. اين بروز او نور ساينس پوهان وايي چې د دې څيړنې نتايج نهايي نه دي او په دې برخه کې نورو څېړنو ته هم اړتيا ده.

bs/ms