1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا څخه د افغانانو اخراج لړۍ به ادامه ولري

۱۳۹۷ شهریور ۲۴, شنبه

سږکال ۵۲۰ تنه رد شوي افغان مهاجر افغانستان ته اخراج شوي دي. د اخراجونو مخالفان، افغانستان د اخراج له پاره امن ځای نه بولي، خو د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت له څرګندونو داسې ښکاري چې دغه لړۍ به ادامه ولري.

https://p.dw.com/p/34uSa
Afghanistan abgeschobene Asylbewerber kehren zurück
د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې یو تازه اخراج شوی افغان مهاجر - آرشيفانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د آلمان خبري آژانس (دي پي اې) په حواله، د افغانستان د کډوالو او بيرته ستنيدونکو چارو وزير حسين عالمي بلخي د شنبې په ورځ وويل چې د روان کال ترپايه به له اروپايي هيوادونو څخه افغانستان ته د اخراج شويو افغانانو شمير تر شاوخوا ۸۰۰ پورې ورسيږي.

 بلخي وويل چې په همدې موده کې نژدې ۱۵۰۰ نور افغان پناه غوښتونکي هم له اروپا څخه د خپلې خوښې خلاف بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د تيرې چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۲مه) له آلمان څخه په يوه پرواز کې ۱۷ تنه رد شوي افغان پناه غوښتونکي اخراج او کابل ته ورسيدل.

دا د ۲۰۱۶م کال له دسمبر مياشتې راهيسې افغانستان ته د افغان مهاجرو د ډلييزو اخراجونو په لړ کې شپاړسم پرواز وو چې ترسره شو.

 نا امني 

په عين وخت کې له آلمان څخه افغانستان ته د افغانانو د اخراج مخالفان د افغانستان امنيتي وضعيت ته په کتو وايي چې دغه هيواد د اخراج له پاره يو امن ځای نه دی. دوی وايي لا هم د پلازمينې کابل ښار په ګډون د افغانستان په اکثرو سيمو کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې لخوا خونړي بريدونه ترسره کيږي. د اخراجونو مخالفان د افغانستان امنيتي وضعيت ډير خطرناک بولي. خو آلمان حکومت په کراتو ويلي چې په افغانستان کې داسې سيمې شته چې اخراج ورته امکان لري.

په عين وخت کې اروپايي اتحاديه اوس په دې لټه کې ده چې د مهاجرت پر موضوع د غړو هيوادونو تر منځ اختلافات لرې او د اتحاديې ټول غړي د مهاجرت پر يو واحد او ګډ سياست باندې توافق وکړي.

د اروپايي اتحاديې کميسيون په دې هکله د تيرې پنجشنبې په ورځ د اصلاحاتو څو وړانديزونه هم وړاندې کړل. په دغو نوو هڅو کې يوه هم د رد شوو مهاجرو د چټک اخراج موضوع شامله ده. د رپوټونو پر اساس، تمه ده چې د اروپايي اتحاديې مشران راتلونکې اوونۍ په دې اړه ويانا کې سره وګوري.

د مهاجرت په چارو کې د اروپايي اتحاديې کمیسار ديميتريس آورامپولوس په دې اړه وويل چې د مهاجرو اخراج، د مهاجرت په چارو کې تر ټولو جنجالي موضوع ده.

dpa shs/ م. ک. ص

موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: