1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانه سمندرګي کې ۴۰۰ مهاجر ژغورل شوي دي

۱۳۹۷ مرداد ۱۴, یکشنبه

د هسپانيا د ژغورنې خدماتو اداره وايي چې روانه اوونۍ کې يې شاوخوا ۴۰۰ مهاجر په مديترانې سمندرګي کې له ډوبيدو ژغورلي دي. د دغې ادارې په وينا، دغو مهاجرو هڅه کوله له مراکش څخه ځانونه هسپانيا ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/32eAF
Spanien Ankunft von Flüchtlingen in Andalusien
انځور: picture-alliance/CITYPRESS 24/F. Passolas

په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵م کال په پرتله په ټوله اروپا کې د سمندري لارو د رسيدلو مهاجرو په شمير کې کموالی رامنځ ته شوی دی، خو هسپانيا بيا له څه باندې يوه کال راهيسې تازه مخ پر زياتيدونکو مهاجرو د ورتلو شاهده ده. په ځانګړې توګه د مهاجرتونو دغه لړۍ په وروستيو دوو مياشتو کې ډيره چټکه شوې ده.

د هسپانيا ژغورنکې ادارې له خوا په يوه ټويټري پيغام کې ليکل شوي دي چې له شنبې ورځې راهيسې يې ۳۹۵ تنه مهاجر چې په نهو کشتيو کې سپاره ول، ژغورلي دي.

دغې ادارې ويلي دي چې دغه مهاجر يې د جبل الطارق په تنګي او او البوران اوبو کې ژغورلي، کوم چې هسپانيا پر لور د مهاجرتونو دوه تر ټولو مهمې سمندرې لارې دي.

خبرځای زياته کړې چې د يکشنبې په ورځ يې دوه نور مهاجر چې په يوه کوچنۍ کشتۍ کې سپاره ول هم ژغورلي دي.

په وروستيو کلونو کې چې ايتاليا د مهاجرو له پاره د مقصد لمړنی هيواد وو اوس د لمړي ځل له پاره دغه ځای هسپانيا نيولی دی.

د مهاجرت نړيوالې ادارې د ارقامو پر اساس د روان کال له پیله تر اوسه شاوخوا ۲۱ زره مهاجر هسپانيا ته رسيدلي دي چې دا شميره د هغو مهاجرو څخه چې په ټول تيرکال کې ايتاليا ته رسيدلي وو، لوړ ده.

د مديترانې سمندرګی په څو ورستيو کلونو کې اروپا ته د غيرقانوني مهاجرتونو يوه ډیره کارونکې لاره ګڼل کيږي.

ترڅنګ د دې چې د ژغورنکو ډلو له خوا د مهاجرو د ژغورنې رپوټونه ورکول کيږي، د مهاجرو د ډوبيدو له پيښو هم ويل کيږي.

د ملګرو ملتونو سازمان په يوه تازه رپوټ کې ويل شوي دي چې د روان کال له پيله راهيسې له ۱۵۰۰ څخه زيات مهاجر په مديترانې سمندرګي کې مړه شوي دي.

د مهاجرت نړيوالې اداره په سمندر کې د مهاجرو د مړينې د ارقامو په اړه وايي چې  له مراکش څخه اروپا پر لور مسیر کې په ۷۰ کسانو کې يو کس او له ليبيا څخه د ايتاليا پر لور بيا په هرو ۱۹ کسانو کې يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه د تيرکال يو انځوريز البوم: