1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«شمالي کوريا اوږد واټنه توغندی و ازمايه»

۱۳۹۱ آذر ۲۲, چهارشنبه

جنوبي کوريا وايي، چي شمالي کوريا د نړيوالو اخطارونه بې باکه وبلل او د ليري واټن ويشتونکی توغندی ئې د غرب په ساحل کي وازمايه. جاپان په دې اړه اعتراض کړی دئ.

https://p.dw.com/p/170EK
انځور: Reuters

دغه ازموينه د چهارشنبې په ورځ ناببره وسوه، ځکه چي شمالي کوريا په پلان کي درلوده، چي د دسمبر له ۱۰ څخه تر۲۲پوري فضاته سپوږمکۍ کړکۍ ولېږي، خو دغه وخت په دې دليل چي توغندی ئې فني ستونزي لري د دسمبر تر۲۹ پوري وځنډېد.

د نړيوالي ټولني له اخطارونو سره سره، شمالي کوريا د ليري واټن ويشتونکیUnha-3 توغندی و ازمايه. د جنوبي کوريا د دفاع وزارت يوه وياند ويلي دي، چي دغه د ليري واټن ويشتونکی توغندی د Tongchang په نامه توغنديو توغولو له مرکز څخه توغول سوی دی.

جاپاني چارواکو ويلي دي، چي دغه توغندی تر توغولو ۱۲ دقيقې وروسته د جاپان په جنوب کي د اوکيناوا ټاپو په فضا کي تيره سوی دی. جاپان په هوا کي د دغه توغندی د شنډولو له پاره توغندی ونه توغاوه.

د جاپان او جنوبي کوريا د امنيت شوراگانو يوه بېړنۍ غونډه کړې ده. د جاپان حکومت یوه وياند په توکيو کي د دغه توغندی توغول «د نه زغملو» وړ بللي دي او دغه کار ئې محکوم کړی دی. د جاپاني رسنيو په حواله دغه هيواد غواړي چي دغه موضوع د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ته وړاندي کړي، او دا کيدای سي چي د چهارشنبې په ورځ دغه کار ترسره سي.

جاپان خپل امنيتي ځواک ته د تيارسی امر کړی دئ. جاپان د احتياط له پاره په اوکيناوا کي په هوا کي د توغنديو د شنډولو «پتريوت PAC-3» سيستم درولی دئ. جاپان او د امريکا متحده ايالتونو هم جنگي سمندري کښتۍ چي د دافع هوا سيستم هم پکښې دی په سمندر کي اماده کړي دي. په دې ترڅ کي بيا شمالي کوريا اعلان کړی دئ، چي سپوږمکۍ په کاميابۍ سره فضاته توغول سوې ده.

د شمالي کوريا د معلوماتو له مخي دغه ازموينه د سپوږمکۍ لېږدولو په موخه ترسره سوې ده. خو لوېديځ فکر کوي چي د دغي ازمويني ترشا شمالي کوريا خپل هغه اټومي پروگرام ته پراختيا ورکوي، چي نړيوال ورته اجازه نه ورکوي.

د کارپوهانو په نظر، شمالي کوريا د خپل اټومي پروگرام په چوکاټ کي له وچي څخه وچي ته توغندی پروگرام ته ئې وده ورکړې ده. ويل کیږي چي دغه توغندی تر ۶۷۰۰ کيلومتره ليري واټن ويشتلای سي، چي د امریکا متحده ايالاتونو ته هم رسېدلای سي. ډيرو هيوادونو غوښتي دي، چي کوريا له دغه پروگرام څخه مخ واړوي.

د ملگرو ملتونو پريکړه له پامه غورځول سوې

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۰۰۹ کال ۱۸۷۴ پريکړه شمالي کوريا له دې څخه منع کوي، چي د ليري واټن ويشتونکی وازمويي. دغه پريکړه د شمالي کوريا تر يوې اټومي ازمويني وروسته وسوه.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم