1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا یوه «ډیره عصري وسله» آزمویلي

۱۳۹۷ آبان ۲۵, جمعه

شمالي کوريا د خپلو معلوماتو له مخي د اټومي وسلو او توغندیو پروگرام درولی دی. خو اوس یې بیا د یوې داسي «عصري وسلې» د آزمویني اعلان کړی چي هدف یې په بشپړه توګه د ارضي تمامیت ساتل دي.

https://p.dw.com/p/38MuP
Nordkorea Kim Jong Un testet Hightech-Waffe in Pjöngjang
انځور: Reuters/KCNA

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانسKCNA  رپوټ ورکړی دی چي د دې هیواد واکمن کیم جونگ اون، د نوي «عصري وسلې» آرزونه شخصاً څارلې ده. د آژانس په حواله کیم له دې آزموینې چي په بریالیتوب تر سره سوې ده، «ډير رضایت» څرګند کړی.

دا چي څه ډول وسله آزمویل سوې ده، د هغه په باب جزئیات نه دي ورکړل سوي خو دومره ویل سوي چي هغه به د شمالي کوريا له ارضي تمامیت څخه په بشپړه توګه دفاع وکړي او د ملي اردو جنگي ظرفیت به لوړ کړي.

د اټومي بې وسلې کولو مذاکراتو مشخص پرمختگونه نه دي کړي

پيونګ يانګ د همدې عیسوي کال په اپریل میاشت کي د شمالي کوريا د اټومي وسلو او توغندیو پروگرام  د متوقف کیدو اعلان وکړ چي  د کوریا په نیمه جزیره کی به د بحران په راکومولو کي ډیر رول ادا کړ.

US Air Force B1-B Lancer Bomber
انځور: picture-alliance/Photoshot/USAF

په جون میاشت کي بیا کیم د امريکا متحده ايالاتو له جمهور رييس  دونالد ترمپ، سره په سینگاپور کي تاریخي ناسته وکړه چې په کي د شمالي کوريا د غیر اټومي کولو پر موضوع هم موافقه وسوه. خو دغه توافق مبهمه پاتي سو او تر هغه راهیسې ملاقاتونه او مذاکرات هم نامعلومه پاته سول.

په شمالي کوريا کي د اټومي وسلو او توغندیو آزموینو ته بیرته ورگرځیدل به د ډیپلوماتیکو هڅو له پاره سخته ضربه وي. خو اوسنۍ آزموینه په لومړي قدم کي د دغه ډول یوې آزموینې ښکارندويي نه کوي. د هغې له پاره د «تاکتیکي وسلې» د کلمې استعمال تر ډیره حده پوري دې ته اشاره ده چي هغه د اوږده واټن بالستیکي توغندي او یا هم د اټومي وسلې آزموینه نه ده.

Nordkorea Raketentest
انځور: picture-alliance/dpa/KCNA

امريکا متحده ايالات اوس هم پر کیم اعتماد لري

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزات د شمالي کوريا د نوي «عصري وسلې» د آزمویني تر اعلان وروسته په احتیاط سره ویلي دي چي شمالي کوريا د سینگاپور تعهدات مراعتوي. د جمهور رييس مرستیال مایک پېنس، پردې سربیره ویلي دي چي ترمپ په ۲۰۱۹ کال کي له کیم سره د بیا لیدو هدف لري.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 10.07.2017)