1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زيلنسکي: د روسي ځواکونو حمله کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۱ بهمن ۹, یکشنبه

د اوکراین ولسمشر وايي په دونيڅک کې د هستوګنې پر یو ساختمان روسي حملو کې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د روسېې دفاع وزارت، کيف په لوهانسک کې پر«بشري جنایت» تورن کړی او شمالي کوریا یو ځل بیا پر امریکا شدیده نیوکه کړې.

https://p.dw.com/p/4MqBJ
یو اې ټي -۷۲ ماډل روسی ټانک د توپ فیرولو پر مهال - جمعه د ۲۰۲۳ کال د جنوري ۲۷مه
یو اې ټي -۷۲ ماډل روسی ټانک د توپ فیرولو پر مهال - جمعه د ۲۰۲۳ کال د جنوري ۲۷مهانځور: Russian Defence Ministry Press Office/TASS/dpa/picture alliance

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر. هغه وويل چې اوکراین د دغه ډول حملو د دفع کولو له پاره اوږد واټن ويشتونکو توغندیو ته اړتیا لري.

زياته شوې چې د اوږد واټن ویشتونکو توغنديو پر موضوع د اوکراین او متحدینو تر منځ مذاکرات ادامه لري. زيلنسکي دغه راز وویل چې پر ۱۸۵ هغو شرکتونو او اشخاص چې د روسېې له جګړې څخه ملاتړ کوي لګول شوي بندیزونه اوس په دوولسمه میاشت کې قرار لري. په دغه لیست کې یو شمیر بلاروسي شرکتونه چې روسېې سره په انتقالاتو کې مرسته کوي او د دغه هیواد درې اشخاص هم شامل دي.

روسېې کيف پر «جنګي جنایت» تورن کړی

تر دې څو ساعته مخکې د روسېې دفاع وزارت د ېوې اعلامېې په خپرولو پر اوکراين تور ولګاوه چې د لوهانسک په نووایدار علاقه کې ېې يو روغتون د امریکا ساخت په هیمارس توغندي ویشتلی چې په کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۲۴ نور چې د روغتون پرسونل او ناروغان دي، ټپيان شوي دي. د روسېې دفاع وزارت اوکرایني ځواکونه پر ملکي روغتون د «عمدي توغندويز برید» په ترسره کولو تورن کړي او ويلي دي چې دا «یو جدي جنګي جنایت دی چې د کیف رژیم ېې مرتکب شوی دی.» په اعلامیه کې زیاته شوې چې د پېښې عاملان به وپيژندل او محاسبه به ورسره وشي. خو د آلمان خبري آژانس وايي چې د روسېې دفاع وزارت د دغې حملې کوم انځور یا ويډيو نه ده خپره کړې او د اعلاميه پخلی هم په خپلواکه توګه نشي کولی. کيف په سملاسي توګه د روسېې دغې ادعا په هکله څه نه دي ویلي. د اوکراین د لوهانسک ډيره برخه د روسي ځواکونو له خوا نېول شوې ده.

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکيانځور: Ukraine Presidency/Ukrainian Pre/ZUMA Wire/IMAGO

د اوکراین پوځ وايي چې د ونيڅک په شرقي برخه، بلاهوداتنه (Blahodatne) کې ېې د روسي قواوو حمله په شا تمبولي، خو د روسېې شخصي پوځي شرکت، واګنر ګروپ، بیا ادعا کړې چې دغه سیمه دوی په خپل کنټرول کې راوستلې ده.

پر امریکا د شمالی  کوریا سختې نېوکې

شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ (د جنوري ۲۹مه) د دوهمې ورځې له پاره د امریکا متحده ایالاتو، اوکراین ته د ټانکونو د استولو تصمیم غندلۍ او دا ېې د یو بې ثباته نړیوال وضعیت د تداوم له پاره د «بشريت پر وړاندې یو جنایتکارانه عمل» بللی دی.

کوون چونګ کیون چې د شمالي کوریا په خارجه وزارت کې د امریکا متحده ایالاتو د چارو مشر دی، په یوه اعلامیه کې د واشنګټن هغه ادعاوې چې شمالي کوریا روسېې ته وسلي ورکوي، «بې اساسه» ښودلي دي. دغه اعلامیه چې د شمالی کوریا دولتي خبري آژانس (KCNA) خپره کړې په کې راغلي چې واشنګټن دغه ادعاوې د دې له پاره کوي تر څو ېې په دې پلمه اوکراین سره پوځي مرستې کړي وي.

کوون زیاته کړې چې د شمالي کوریا او روسېې ترمنځ د وسلو د بې اساسه معاملو ادعاوې «د نه منلو وړ او یو خطرناک لمسون دی چې باید ورته ځواب ورکړل شي.»

تر دې مخکې د شنبې په ورځ د شمالي کوریا د رهبر کیم یونګ اون ځواکمنې خور، کیم يو یونګ، اوکراین ته د امریکا جنګي ټانکونو د لیږد په غندلو سره وويل چې امریکا په دې کار سره د نیابتي جګړې د ګټلو له پاره «له سرې کرښې اوښتی دی.»

د آرشیف انځور - د شمالي کوریا رهبر، کیم یونګ اون له خپلې لور سره -دغه هیواد د واشنګټن هغه ادعاوې بې اساسه بللي چې روسېې ته وسلې ورکوي
د آرشیف انځور - د شمالي کوریا رهبر، کیم یونګ اون له خپلې لور سره -دغه هیواد د واشنګټن هغه ادعاوې بې اساسه بللي چې روسېې ته وسلې ورکويانځور: KCNA via REUTERS

سپېنې ماڼۍ په دسمبر کې ويلي وو چې شمالي کوریا په اوکراین کې د روسي ځواکونو د تقویې له پاره، د روسېې خصوصي پوځي شرکت واګڼر ګروپ ته د پیاده ځواکونو د راکټونو او میزایلونو ابتدايي لیږد بشپړ کړی دی.

روسيه: جاپان سره خبرې نه کوو

مسکو ويلي دي چې جاپان د روسېې ضد اقدامات ترسره کړي، له همدې کبله نه غواړي ورسره د کب نیونکو پر موضوع کلنۍ خبرې اترې وکړي. دغه خبرۍ اترې جنجالي جزیرو ته نژدې د کب نیونکو له پاره د فعالیت کولو لاره هواروي. جاپان پر اوکراین د روسېې د وروستيو توغندویزو بریدونو په غبرګون کې پر مسکو باندې خپل بندویزونه ډیر کړل.

په عین حال کې د روسې د بهرنیو چارو مرستیال وزير، سيرګي رایبکوف ويلي دي چې د راتلونکې اوونۍ په سر کې به د امریکا متحده ایالاتو له نوي سفیرې، لین تریسي سره ملاقات ولري. دغه مطلب د روسېې د دولتي خبري آژانس RIA په حواله ورکړل شوی دی.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.

 د اوکراین جګړې پر موضوع یو انځوریز البوم: